کورپاڼه / ژوند / د ښځو په وړاندې دا ۵ خبرې هېڅکله مه کوئ
ښځې

د ښځو په وړاندې دا ۵ خبرې هېڅکله مه کوئ

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢١ مارچ ٢٠٢٠): ښځې د نارينه و په شان نه دي، کېدی شي ځینې وخت په هغو خبرو هم خفه شي چې نارینه ورباندې نه خفه کېږي، له دې کبله کله چې د ښځو سره خبرې کېږي بايد د لږ احتياط څخه کار واخيستل شي، که نه د ښځینه زړونه زر ماتېږي او بيا یې رغول زيات وخت غواړي او يا هم په هغه خبره چې تاسې به هسې يو ځل کړې وي، دوی ورباندې څو ورځې چورتونه وهي او خفه به وي.

د ښځې او نارينه د بدني توپير ترڅنګ بايد ذهني توپير ته هم پام وشي، ځکه د ښځينه و ذهني نړۍ زموږ څخه زيات توپير لري، دوی په کوچني شي خفه کېږي هم او بيا یې پخلا کول په دومره کوچني شي ګران وي، خو البته دا هر وخت داسې نه وي، ځينې وخت چې دوی مرورې شي نو پخلا کول یې بيا اسانه هم وي.

له دې کبله بايد ځينو خبرو ته په ځانګړي ډول پام وکړو چې د ښځو په وړاندې یې ونه کړو او يا یې هم په مستقيم ډول ښځو ته ونه کړو، په دې ليکنه کې په همدې هکله درته په زړه پورې معلومات او سپارښتنې لرو.

١-: د خپلو ملګرو څخه بحث مه کوئ

د ښځو په وړاندې يا د ښځو سره د خبرو په وخت کې د خپلو ملګرو څخه بحث مه کوئ، په تېره بيا که دا بحث د ستايلو وي، د خپلې مېرمنې په وړاندې خپل يا هم د هغه ملګري/ ملګرې هېڅکله مه ستایئ، تر ټولو ښه به دا وي چې د خپلې مېرمنې په وړاندې د خپلو ملګرو څخه هېڅ بحث او خبرې ونه کړئ، د يوې خوا د هغه په وړاندې د بل چا صفت کول په هغې ښه نه لګي د بلې خوا د خبرو خبرې پيدا کېږي، مناسبه نه ده چې د خپلې مېرمنې په وړاندې د نورو په هکله دومره خبرې وشي، کېدی شي ستاسې د خولې داسې خبره په دې خبرو کې ووځي، چې نه بايد وتلې وای، له دې کبله تر ټولو ښه خبره دا ده چې د خپلې مېرمنې سره د خپلو دوستانو په هکله هېڅ خبرې ونه کړئ.

٢-: دې ټکي ته هم پام وکړئ

ځينې وخت کېدی شي تاسې يو شی، د يو چا يو خوی، يا هم د بدن يو خاص ځای او جوړښت خوښ کړئ، يو داسې رنګ وېښتان مو شايد خوښ شي چې مېرمن مو هغه وېښتان ونه لري، نو په کور کې هېڅکله دا خبره مه کوئ چې ستاسې هغه ډول وېښتان ډېر خوښېږي، دا يو مثال و داسې ډېر شيان شايد وي چې ستاسې مېرمن يې ونه لري، نو که دا تاسې وستايئ او هغه یې تاسې ته درنه شي کړی بې ځايه ناهيلې کېږي او خفه کېږي، که يو څوک يو شی يا يو خوی ښه ونه لري، نو کېدی شي بل خوی او ځانګړنه یې بيا په نورو خلکو کې نه وي موجوده.

٣-: پخوانی حالت یې هم مه يادوئ

ځینې وخت جوړې داسې کوي چې ښځه او خاوند ناست وي، د څو کاله پخوا انځورونه ګوري، نو خاوند په معصومانه ډول شايد ووايي چې څومره ښکلې وې، يا دې ورته بله خبره، دا خبره په اصل کې دا پېغام لېږدوي چې مېرمن مو پخوا ښکلې وه خو اوس هېڅ ښکلې نه ده، دا نو شايد داسې يو کار وي چې ستاسې د مېرمنې زړه تر بل هر څه ډېر زيات مات کړي، ځکه د ښځې په ځانګړي ډول د وخت په تېرېدو د خپلې ښکلا د لاسه ورکولو سره ډېره حساسه ده، حتاً که رښتيا هم داسې څه شوي وي په هېڅ صورت یې د ځان سره هم نه مني، نو له دې کبله دې ټکي بايد پام وشي.

٤-: بله ښځه

کېدی شي ځینې وخت د غوسې په وخت يا هم ځینې وختونه بيا د ټوکې لپاره ځينې کسان خپلې مېرمنې ته وايي چې بله ښځه کوي، که څه هم کېدی شي هغه وخت ښځه په دې هکله کوم جدي غبرګون ونه ښيي او ټوکه یې تېره کړي خو په اصل کې یې نه هېروي، دا په ښځینه و يو ډېر بد تاثیر کوي، په ځانګړي ډول په هغه وختونو کې چې دا خبره تکرار شي نو ښځه بیا داسې فکر کوي چې د دې خبرې شاته حتماً څه کیسه شته ده، له دې کبله په غم او خوشحالۍ او بل حالت کې، په هېڅ ډول خپلې مېرمنې ته دا خبره مه کوئ چې تاسې بله ښځه کوئ.

٥-: هره ستونزه مه يادوئ

په ژوند کې تل هر څه ګل ګلزار نه وي، ځينې وختونه داسې کېږي چې په کاروبار کې، په خپل دفتر کې، يا د ژوند په نورو برخو کې د ځينو ستونزو سره مخ کېږو، خو دا ستونزې په کور کې د خپلې مېرمنې سره شريک کول بايد جدي وسنجول شي، ځکه که هره لویه يا وړه ستونزه په کور کې د کور د غړو په ځانګړي ډول بيا د مېرمنې سره شريکه شي نو کېدی شي هغوی کومه ځانګړې مرسته هم ونه شي کولی، خو بې ځايه به يې چورت خراب شي، نو ښه ده چې دا ډول ستونزې په خپله حل کړی شي او بې ځايه کورواله ورباندې خفه نه شي.

ژباړه : منيب الرحمان رحماني

Loading...

دا هم ولولئ

حريص انسان

خلک د دې ۴ ډوله انسانانو څخه کرکه کوي

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ مارچ ٢٠٢٠): انساني ټولنه د مینې او نفرت جوړه يوه ټولنه ده، …