کورپاڼه / ليکنې / د ښکار وېش | عبرتناکه کیسه
ښکار

د ښکار وېش | عبرتناکه کیسه

خپلواک وېبپاڼه (۷ اپرېل ۲۰۲۰): وايي پخوا به هر شي خبرې کولې، خو دا نظریه تر یوه حده سهي هم ده، ځکه چې یو د قال خبرې دي او بل د حال. ښايي همدغه د حال خبرې یې په دې تعبير کړې وي، چې هر شي خبرې کولې که نه، نو علم خو د ناطق او غیر ناطق ساکښو په اړه بشپړ معلومات د خلکو په واک کې ورکړي دي، خو خیر دا خبره نوره نه اوږدوو، ځکه چې هغه یو جلا او بېل بحث دی.

وايي یو ځل د ځنګل پاچا یعنې زمری د ښکار په نیت روان شو، له ده سره د ښکار په دې مزل کې یوه ګیدړه او یو شرمښ هم ملګري وو، زمري دا دواړه هم له ځانه سره روان کړل او ورته یې وویل، چې په شریکه به ښکار کوو، شرمخ او ګیدړ دواړه له زمري سره په دې ملګرتیا ډېر خوښ وو. په ټوله ورځ کې دوی درې ژوي ښکار کړل، چې یوه غرنۍ غوا، یوه هوسۍ او یوه سوۍ وه.

دوی دا درې واړه ښکار کړي ژوي په مخکې کېښودل او زمري شرمخ ته وویل، چې موږ او تاسو درې واړه په ګډه په ښکار پسې راوتلي یو، دا باید په خپل منځ کې ووېشو او په ګډه یې وخورو، نو دا ته ووېشه.

شرمخ پرته له کوم فکر کولو څخه راټوپ کړل او ویې ویل، چې ای د ځنګل پاچا! موږ درې واړه ښکاريان یو او له نېکه مرغه چې ښکار شوي ژوي هم درې دي، د دې وېش خو ډېر اسانه کار دی، غرنۍ یا سارانۍ غوا ستا حق دی، هوسۍ زه اخلم او سوی به ګیدړې ته ورکړو.

زمري چې د دې وېش خبرې واورېدې، نو په تندي کې یې ګونځې راپیدا شوې او غوسه شو، شرمخ ته یې وویل، چې بې ادبه! زه د ځنګل پاچا یم، ته زما په شتون کې څنګه کولی شې دا ډول ناوړه وېش وکړې، له دې نه خو داسې ښکاري چې ستا هم ځان ته تمه پیدا شوې، چې ګنې ته هم یو څه شی یې! ته څوک یې چې ځان په دې ښکار کې شریک بولې، دا هر څه زما دي، دا یې وویل او په خپله اوسپنیزه پنجه یې په شرمخ یو مرګونی ګوزار وکړ او ویې واژ-ه، تر دې وروسته زمري ګیدړې ته مخ ورواړاوه او ورته ویې ویل، خورې! شرمخ ډېر بې ادبه او احمق و، هغه په وېش له سره پوهېده نه، دا شیان اوس ته ووېشه تر څو وګورم ستا عقل تر کومې کچې دی.

ګیدړې خوارکۍ د شرمخ له انجام څخه ښه سبق زده کړی و، د زمري دا خبره یې چې واورېدله، نو لومړی یې د زمري پر وړاندې د ادب او درناوي سر ټيټ کړ، د ادب لاسونه یې پر سینه کېښودل او ویې ویل، پاچا سلامت!

سارانۍ غوا همدا اوس نوش جان کړه، د ماښام پر مهال د هوسۍ په غوښه خپل غاښونه تاوده کړه او چې کله سهار له خوبه راويښ شئ، نو د سوی په دې لږه غوښه به ناشته وکړئ، دا ټول ښکار یوازې ستا حق دی، زه هم ستا یم، زه چې کله تا خوښ ووینم، نو زما لوږه ختمه شي او له خوشحالۍ نه مې زړه په سینه کې ټوپونه ووهي.

زمری د ګیدړې په دې وېش ډېر زیات خوشحاله شو او ویې ویل، ګیدړې! زبردست وېش دې وکړ، خو دا راته ووایه، چې دا وېش دې چېرته زده کړی دی؟

ګیدړې په ډېرې عاجزۍ سره وویل، چې پاچا سلامت! دا وېش مې همدا لږه شېبه مخکې د شرمخ له انجام څخه زده کړ، دا یې وویل او یو ځل بیا یې د ځنګل د پاچا په وړاندې د ادب سجده پر ځای کړه، زمری په دې سره نور هم خوشحاله شو، چې ګیدړه دومره زما تابع او امر منونکې ده. د دې خوښۍ په بهیر کې زمري، ګیدړې ته وویل، چې زه دا درې واړه ښکاره تاته بخښم. زه به نور څه ښکار کړم.

زمري ښکار شوي شیان ګیدړې ته ورکړل او پخپله د نور ښکار په موخه د ځنګل په لوري وخوځېد. زمری چې روان شو، نو ګیدړې دا ځل رب ته د شکر سجده وکړه او د خدای جل جلاله ډېر شکر یې ادا کړ، چې یاالله ډېر شکر دی، چې د وېش وار له شرمخ نه وروسته ماته راورسېد، کنه نو د شرمخ له سرنوشت سره به زه مخامخ شوی وم.

هوښیاران وايي، لومړی خبره وتله او بیا یې له خولې څخه راوباسه.

Loading...

دا هم ولولئ

د کافر کلمه

د کافر کلمه، په رښتيا قرآن چاته کافر وايي؟

کافر کلمه د کفر فعل مرتکب شوي کس ته کارول کېږي، کفر په لغوي مانا …