کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د کابل برېښنا په بغلان کې قطع شوې، ژر به جوړه شي
برېښنا

د کابل برېښنا په بغلان کې قطع شوې، ژر به جوړه شي

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): د کابل او يو شمېر نورو ولايتونو برېښنا چې له ازبکستان څخه راتلله، د بغلان په ولايت کې قطع شوې ده، چې ويل کېږي کار پرې روان دى او ژر به بېرته جوړه شي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو تر مخه، بېګاه د شپې ناوخته د جګړې پر مهال په بغلان ولايت کې د ازبکستان وارداتي ٢٢٠ کيلو ولټه برېښنا قطعه شوې ده، چې اوس پرې دوى کار روان کړى دى.

د معلوماتو تر مخه، دغه برېښنا چې په بغلان ولايت کې قطع شوې ده، د برېښنا شرکت کارکونکي وررسېدلي دي او هغوى په دې هڅه کې دي چې ژر تر ژره يې بېرته جوړه او د کابل او نورو ولايتونو برېښنا وصل کړي.

د ازبکستان دغه وارداتي برق څو څو ځله مخکې هم په يادو ساحو کې قطع شوى دى او څه وخت مخکې خو بيا د کابل او ځينو نورو ولايتونو برقونه د ډېرو ورځو لپاره نه و، ځکه په ياده ساحه کې امنيت نه و او د برېښنا شرکت کارکونکو نه شول کولاى چې ساحې ته ځان ورسوي.

همدا راز څه وخت مخکې د ولسمشريزو ټاکنو د يو کانديد يوه ملاتړي د خپلو څو ملګرو سره په کابل باندې برېښنا قطع کړې وه، چې وروسته د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو او زندان ته ولېږل شو.

اوس د کابل په ګډون يو شمېر هغه ولايتونه چې د ازبکستان وارداتي برېښنا څخه رڼا دي، بې برقه دي، خو د برېښنا شرکت په چټکۍ سره په کار بوخت دى، تر څو کابل او نورو ولايتونو ته برېښنا وصل کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …