کورپاڼه / روغتيا / د کابل ښاروال له کورونا څخه روغ شو
داود سلطانزوى

د کابل ښاروال له کورونا څخه روغ شو

د کابل ښاروال داود سلطانزوى چې دوه اونۍ مخکې يې د کورونا وېروس ناروغۍ ټېسټ مثبت راوتلى و، تازه ويل شوي دي چې دوېم ټېسټ يې منفي راوتلى دى.

د کابل ښاروالۍ په ټويټر کې ليکلي دي، چې د کابل ښاروال داود سلطانزوي د کورونا ويروس ناروغۍ په لومړني ټېسټ کې روغتياپالانو اعلان کړى و چې د هغه ټېسټ مثبت دى.

هغه مهال خبر ورکړل شو چې د کابل ښاروال کرنټين شوى دى، خو وروسته د کابل ښاروال بيا په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه به د احتياطي تدابيرو په خپلولو سره د هېوادوالو خدمت کوي او خپلې دندې ته به دوام ورکوي.

تازه د کابل ښاروالي وايي، چې له دوه اونيو وروسته د داود سلطانزوي د کورونا وېروس ټېسټ منفي راوتلى دى او هغه اوس روغ دى.


د يادولو ده چې له دې مخکې د عامې روغتيا وزير فېروز الدين فېروز هم کورونا نيولى و، چې په خپل کور کې کرنټين شو او څه ورځې وروسته يې ټېسټ منفي راووت.

همدا راز د کندهار والي حيات الله حيات بيا له خپلو ځينو ساتونکو سره کورونا ويروس نيولى و، چې ټېسټونه يې مثبت راوتلي و، خو لا يې هم په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

Loading...

دا هم ولولئ

کورونا ويروس ١

ايا کورونا ويروس کمزورى شوى؟

د روغتيا نړيوال سازمان پوهان او نور ساينسپوهان وايي، چې دا خبره هېڅ حقيقت نه …