کورپاڼه / ليکنې / د کرکټ بورډ ناکامه مديريتونه او تاوانونه

د کرکټ بورډ ناکامه مديريتونه او تاوانونه

دا چې اوس مهال په افغانستان کرکټ بورډ کې یوځل بیا ستونزې راولاړې شوي دي، د همدې موقع په استفادې سره د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني ټول مشران په پرله پسې توګه د خپلو تېرو کړنو ستاینه کوي، څو د بورډ واک یو ځل بیا په خپل لاس کې واخلي، دوی وایي، چې د دوی په مشرۍ کې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او په هېواد کې کرکټ پرمختګ کړی و، خو اوسنۍ ادارې چې د دوی هڅې هم له خاورو سره خاورې کړي، د دوی دا ډول څرګندونې ټولې ناسمې دي د همدوی د تېروتنو له امله د افغانستان کرکټ له پښو غورځېدلی دى.

د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییه ریاست او د عمومي مشرۍ لپاره تل انتخابونه د استعداد له مخې نه بلکې سياسي شوي دي، دوی تل د افغان حکومت/ ارګ له لوري انتخاب شوي دي چې له امله یې د افعانستان کرکټ له پرمختګ غورځولى او په سیاست یې ورګډ کړى، دوی ټولو د کرکټ پوهه نه درلوده، یوازې یې د کرکټ لږه پوهه په کرکټ بورډ کې ترلاسه کړه، د ادارې او رياست چلولو کې هم ناکامه شوي چې پیلامه یې هم همدا شوه چې د افغانستان کرکټ ته اوس خلک د هیلو او مینې په سترګه نه ګوري بلکې د نفرت په توګه ورته ګوري.

د کرکټ بورډ د مشرانو نسیم دانش نیولې، عاطف مشعل، شفیق ستانکزي، عزیزالله فضلي، فرهان یوسفزي او لطف الله ستانکزي پورې ټول مشران د ارګ له لوري د حکومتي څوکیو څخه دغې ادارې ته راننوتلي و چې په کرکټ بورډ کې يې خپل ځانونه وپالل او تر دې حالت يې راورساوه.

د افغان ولس هیله دا ځل د ولسمشر محمد اشرف غني څخه دا ده چې باید دا ځل د کرکټ بورډ رهبرۍ ته داسې څوک وګمارل شي چې مسلکي وي او د کرکټ په ډپلومېسۍ وپوهېږي، تر څو هغه ګټې چې موږ يې د کرکټ په مرسته ترلاسه کولاى شو، ترلاسه يې کړو.

د نسیم دانش ریاست

نسيم دانش

د ۲۰۱۲ کال نیولې تر ۲۰۱۶ م کاله پورې د هغه د ریاست پر مهال افغان کرکټ بورډ یو څه پرمختګ هم وکړ، خو تر ټولو منفي کړنې یې د لوبغاړو سره د مور او میرې چلند کول و نوموړي افغان ملي لوبغاړو سره شخصي عقدې پاللې، لوبغاړي یې ډارولي و، څو د هغه پر وړاندې بغاوت ونه کړي.

د نسيم دانش په دوره کې ملي لوبغاړو شاپور ځدراڼ، شفیق الله شفق او نورعلي ځدراڼ بغاوت وکړ، دوی نسیم دانش د مور او مېرې په چلند تورن کړ چې ګواکې په پرله پسې ډول ورسره شخصي عقدې پالي.

همداراز ويل کېږي چې نسيم دانش د ملي لوبډلې په رسمي سفرونو کې نورو هېوادونو ته د بورډ په شخصي بودیجه د خوست ولایت د ولسي جرګې ښځینه استازې او د هغوی لوڼې او نور شخصي یاران بهرنیو هېوادونو ته بیول او خپلې چکرې یې وهلې، همدا راز یې د اتصالات شبکې او افغان الکوزي شرکت سره په تړونونو کې خپلې شخصي ګټې ترلاسه کولې او له اعلان شوي تړون یې نیم برابر پیسې شخصي جیب ته تللې، په همدې ترتیب د کرکټ د تباه کولو او د لوبغاړو د پلېر پاور خبره له همدې ځایه پیل شوې چې کرکټ مو تر نن ورځې پورې ښه ورځ ونه لیده، اوس یو ځل بیا دې افغان ولسمشر د هغه په بیا ټاکنه کې نه تېروځي.

د شفیق ستانکزي اجراییه ریاست

د نسیم دانش د ریاست پر مهال شفیق ستانکزی د بورډ اجراییه رییس وټاکل شو، هغه یو له فساد کوونکو مشرانو بلل کېده چې د خپلې دندې پر مهال یې په افغان غوره لیګ کې ستر فساد وکړ، چې د هغه قضیه اوس هم د کرکټ نړیوالې شورا سره ثبت ده او لاهم نه ده پاکه شوې.

هم مهاله یې د سپانسر شیپونو په لاسلیک کولو کې شخصي ګټې خوندي کړې او د بورډ پر بودیجې یې په متحده عربي اماراتو کې شخصي هوټلونه او کاروبارونه جوړ کړل، او هم یې د دې سفرونو پر مهال سترو سترو هوټلونو کې وخت تېروه، چې د نورو ملي لوبغاړو او کار کوونکو سره په توپیر و، نوموړی اوس تازه یو ځل بیا د “ډاکټر عبدالله عبدالله” پر مټ د بورډ د مشرۍ عمومي ریاست د ترلاسه کولو په هڅه کې دی، خو هغه په کرکټ بورډ کې تر ټولو فساد کوونکى مشر ثابت شوی دی باید د هغه په ټاکنه تېروتنه ونه شي.

د عاطف مشعل ریاست

عاطف مشعل

د نسیم دانش د ګوښه کېدلو سره سم یو ځل بیا د افغان ولسمشر له لوري بله سیاسي څېره عاطف مشعل د کرکټ بورډ د عمومي مشر په توګه راوستل شو، د هغه په دوره کې که څه هم افغان لوبډلې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ، خو د افغانستان کرکټ خورا ډېر د سقوط سره هم مخ شو.

د بېلګې په توګه د لوبغاړو ترمنځ نفرتونه او خپلوي پالل، میراثي لوبغاړو ته چانس ورکول او په لوبډله کې ډلې ټپلې جوړول، همدارنګه د هغه د ریاست پر مهال نورې ډېرې سترې ستونزې هم وي.

عاطف مشعل هغه مهال له یوې بلې زاویې د اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان سره لاس یو کړ او یوه ستره مافیا یې جوړه کړه چې د کرکټ د تباه کولو اصلي لاملونه یې جوړ کړل.

دغه راز یې بهرنیو هېوادونو ته بې ځایه سفرونه وکړل، سیاسي ملګرتیاوې يې وپاللې او هم یې یو کال شپږیزه لیګ وځنډوه، د کرکټ بودیجه یې له کمښت سره مخ کړه، د همده په دوره کې د عزیزالله فضلي په ګډون د کرکټ بورډ ۲۲ کارکوونکو له کرکټ بورډ ادارې سره بایکاټ هم وکړ.

د عزیزالله فضلي ریاست

عزيزالله فضلي

په عاطف مشعل د سختو تورونو وروسته د ارګ له لوري عزیزالله فضلي د کرکټ بورډ د مشر په توګه وټاکل شو. د فضلي د ریاست پر وخت د کرکټ مافیا ډله یو څه ماته شوه، خو بیا هم د لوبغاړو ترمنځ بې اتفاقي رامنځته شوه، د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان لیرې کړل شو او پر ځای يې ګلبدین نایب وټاکل شو، چې لوبډله په څو برخو ووېشل شوه.

په افغان غوره لیګ کې پراخ فساد وشو، د نړیوال جام پر مهال ملي لوبډلې لس لوبې په روغ لاس بایلودې، فساد کوونکي له محکمې وژغورل شو، د راشد او نبي ټویټونو ته سزا ورنه کړل شوه، خپلسري پیل شوه چې په وروستیو کې فضلي هم له دغو خپلسریو له امله له دندې ګوښ کړی شو.

د فرهان یوسفزي ریاست

فرهان يوسفزى

د عزیز الله فضلي او شفیق ستانکزي له ناڅاپي ګوښه کېدلو وروسته یو ځل بیا د افغان ولس د خوښې او تمې خلاف د ارګ له لوري د ولسمشر غني لندن میشتی کمپاینر فرهان یوسفزی د کرکټ بورډ مشر وټاکل شو، د هغه په ټاکنه ټول افغانستان حېران شو.

فرهان يوسفزى نوې څېره وه، له لندن راغی او راساً د بورډ د مشر په توګه وټاکل شو. فرهان د کرکټ په اړه هیڅ پوهه نه لري، هغه په کرکټ د پوهې ترڅنګ په پښتو ژبه روانې خبرې هم نه شي کولی د نوموړي په دوره کې د مافیا ډلې مشر اصغر افغان یوځل بیا د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

فرهان يوسفزى چون له کرکټ سره نابلده او په اداري چارو ناخبره دى، نو په ځاى د دې چې د کرکټ له اصولو سره سم پر مخ لاړ شي، په کرکټ بورډ کې يې کړنې د جرګو مرکو له لارې روانې کړې.

بورډ ته ځانکړي کسان راوستل شو، د خپلو نږدې کسانو معاشات لوړ شو، کرکټ د مافیا ډلې په واک کې ورکړل شو، ملي لوبغاړو شفیق الله شفق، آفتاب عالم ته سیاسي کیسونه جوړ شول او هم افغان غوره لیګ لغوه اعلان شو، نوموړی کرکټ بورډ ته په میاشتو میاشتو نه راځي چې د ژوند ډیری برخه یې په لندن کې تېروي او هم له اجرایيه رييس سره جوړ نه دى.

د لطف الله ستانکزي اجراییه ریاست

لطف الله ستانکزى

د افغانستان کرکټ بورډ په تاریخ کې تر ټولو بد د اجراییه ریاست دوره د لطف اللله ستانکزي بلل کېږي، دا چې اجراییه ريیس باید د نورو هېوادونو له بورډونو او د کرکټ نړیوالې شورا سره پراخې اړیکي ولري، خو بدبختانه ستانکزى په داسې حال کې په دنده ګمارل شوی دی چې لا یې هم د ای سي سي په یوې اجراییوي غونډو کې ګډون نه دی کړی، هغه په دوبۍ بند دی، پنځه ځلې تر دوبۍ هوایي ډګره تللی دی، خو بیا بیرته راګرځیدلی دی، هغه د بورډ له مشر سره هم جوړ نه دی او د یو بل کارونو کې سره اختلافات لري د هغه په روانه دوره کې خورا ډېرې ستونزې راولاړې شوي دي.

باید یاده کړم چې د افغانستان کرکټ لا هم د دغې بې شمېره مشرانو په هڅو مخکې نه دی تللی د دوی په مشرۍ کې افغانستان لا هم نړیوال لوبغالی، مسلکي روزونکي، اکاډمۍ او نورې د کرکټ اسانتیاوي نه لري، دوى يوازې په کرکټ بورډ کې خپل ځانونه پاللي دي او له ځانونو سره يې کرکټ بورډ ته لسګونه کسان راوستي او دغه اداره يې بېځايه پړسولې ده، د ملي لوبډلې پرمختک یوازې د رښتینو اتلانو افغان لوبغاړو په هڅو شوی دى.

لیکوال: خان وزیر عابد

Loading...

دا هم ولولئ

ويسټ انډيز لوبډله

د ويسټ انډيز ٣ لوبغاړو انګلستان ته له تګ انکار کړى

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ د انګلستان سره د درې ټېسټ لوبو لپاره تېره ورځ …