کورپاڼه / بېلا بېل / د کورونا ویروس په اړه په رښتیا او درواغو دلته پوه شئ
کورونا ویروس

د کورونا ویروس په اړه په رښتیا او درواغو دلته پوه شئ

خپلواک وېبپاڼه (۲۶ مارچ ۲۰۲۰): کورونا ویروس چې اوس یې د اوبا بڼه خپله کړې، د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته رسېدلی دی او تر ۴۰۰ زره زیات انسانان پرې ککړ شوي او تر ۲۰ زره زیاتو یې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې هم دغه ویروس مخ پر خپرېدو دی او داسې ګڼ معلومات خپرېږي، چې هغه هیڅ واقعیت نه لري، خو خلک پرې باور کوي.

د یادونې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي، چې د هر عمر لرونکی کس په کورونا ویروس اخته کېږي، خو ډېر عمر لرونکي کسانو باندې په دې وجه سخته اغېزه کوي، چې د هغوی د بدن دفاعي ځواک کمزوری وي او مخکې تر مخکې څو ناروغۍ لکه شوګر، د زړه ناروغۍ، سرطان او تنفسي ستونزې.

د کورونا ویروس په اړه ځینې هغه حقایق چې رښتیا دي او خلک یې باید رښتیا او جدي وګڼي:

۱:- سوړ موسم او واورې کورونا ویروس نه شي وژلی.

۲:- کورونا ویروس په هغو سیمو کې هم خپرېږي، چېرته چې موسم تود او مرطوب وي.

۳:- کورونا ویروس د مچانو په وسیله نه خپرېږي.

۴:- د دې خبرې په اړه تر اوسه داسې رسمي څېړنه نه ده شوې، چې کورونا ویروس د کوڅه ډبو ځناورو لکه سپیاو او پيشوګانو په وسیله خپرېږي او که نه.

۵:- په تودو اوبو سره د ځان منځلو سره له کورونا څخه بچ نه شو پاتې کېدای.

۶:- دا خبره هم لا تر اوسه پورې تایید شوې نه ده، چې له مالګینو اوبو سره د لاسونو مینځل د کورونا مخنیوی کوي.

۷:- د لاسونو وچولو ماشین (هېنډ ډرایر) د کورونا ویروس نه شي وژلی.

۸:- که چېرته د انسان په بدن کې کورونا ویروس خپور شوی وي، نو له الکهولو او کلورینو سره نه شي ختمېدای.

۹:- د نمونیا واکیسن د کورونا ویروس مخنیوی نه کوي.

۱۰:- تر اوسه پورې داسې درمل نه دي جوړ شوي، چې د کورونا ناروغانو درملنه دې پرې وشي.

Loading...

دا هم ولولئ

لاس وينځل

کورونا ويروس؛ اوازې او حقايق

د کورونا ويروس د درملنې، د مخنيوي او نورو دعوو په اړه پوهان او ډاکټران …