کورپاڼه / جالب / د کورونا ویروس ګواښونکی حالت او د سل کلن برتانوي واده
یاور عباس

د کورونا ویروس ګواښونکی حالت او د سل کلن برتانوي واده

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۱۹ مارچ ۲۰۲۰): په برتانیه کې د کورونا ویروس د خطرونو د زیاتوالي او په دغه هېوا کې د کورونا ویروس د پېښو د زیاتوالي له امله د برتانیې حکومت اعلان کړی دی، چې له ۷۰ کالو نه ‌ډېر عمر لرونکي کسان دې یوازیتوب اختیار کړي او له نورو خلکو سره دې خپلې اړیکې بندې کړي.

په برتانیه کې د کورونا ویروس ۲ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي او څه د پاسه ۱۰۴ تنو د دغه ګواښونکي ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو هندی الاصله سل کلن برتانوی یاور عباس چې په اصل کې د هند د اترپردېش ایالت سره تعلق لري، غوښتل چې له خپلې همکارې او هندۍ لیکلوالې نور ظهیر سره د مارچ په ۲۷مه نېټه واده وکړي، خو د کورونا ویروس له امله د هغه د واده مراسم هم ګډوډ شول او هغه مجبور شو، چې له نور ظهیر سره د نکاح تړلو دفتر ته ولاړ شي او پرته له کومو مراسمو سره واده وکړي.

یاور عباس

دوی دواړو چې کله د نکاح تړلو دفتر ته ولاړل، نو هلته ورته وویل شول، چې یوازې نن او سبا یو ساعت اوزګار وخت لري او دوی کولی شي په دغو دوه ساعتونو کې له یو بل سره نکاح وتړي، چې یاور عباس او ملګرې یې همداسې وکړل او نکاح یې وتړله.

هغوی بیا وروسته په خپل کور کې د واده ساده مراسم ونیول او د خپل واده خوشحالي یې یوازې له شپږو نورو مېلمنو سره په ګډه ونمانځله.

یاور عباس خپله رسمي دنده د دوهمې نړیوالې جګ-ړې پر مهال د برتانیې په پوځ کې د یوه فوټوګرافر په حیث پیل کړې وه. هغه وروسته له دغې دندې نه له بي بي سي اردو سره کار پیل کړ او د فلمونو په جوړولو او فرهنګ برخه کې یې هم فعالیتونه وکړل.

Loading...

دا هم ولولئ

الا لیفوشکینا

هغه ۹۰ کلنه جراحه چې اوس هم هره ورځ د ۴ ناروغانو عملیات کوي

خپلواک وېبپاڼه (۱۷ مارچ ۲۰۲۰): ځينو خلکو ته سن او عمر یوازې یو څو اعداد …