کورپاڼه / سياست او روانې چارې / روميان ١ روپۍ کيلو؛ بزګرانو په ټنونو روميان وغورځول
روميان ١

روميان ١ روپۍ کيلو؛ بزګرانو په ټنونو روميان وغورځول

په هند کې د کورونا ويروس د مخنيوي په پار لګول شوي ګرځبندېز د سره روميانو بيه ځمکې ته راټيټه کړه، چې له امله يې بزګرانو په ټنونو روميان په سرکونو وغورځول.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، په هند کې د لګېدلي ګرځبندېز له امله چې نورې برخې کارونه اغېزمن شوي دي، هلته د روميانو بزګران هم دې ګرځبندېز اغېزمن کړي دي.

د ګرځبندېز په څو اونيو کې دننه د روميانو بيه ځمکې ته راوغورځېده، چې اوس خلک روميان ډېر ارزانه هم نه اخلي.

روميان ٢

د هند د اترپردېش ايالت په غازي پور د سبزۍ منډيي کې روميان په يوه روپۍ کيلو خرڅېږي، چې له امله يې بزګرانو خپل ټنونه روميان په سرکونو وغورځول.

د روميانو بيې له دې امله هم غورځېدلي دي، چې سرحدونه تړل شوي دي او نورو هېوادونو ته تازه ترکاري نه لېږل کېږي، بزګران له حکومت غوښتنه کوي چې د دوى پوښتنه دې وکړي، ځکه فصلونه يې تباه شول او حکومت ورسره هېڅ مرسته هم نه ده کړې.

روميان ٣

هندي رسنۍ ليکي، که حالت همداسې روان وي او بزګرانو ته خپل فصلونه په زيان تمام شي، نو ښايي راتلونکو فصلونو ته هم زيان واوړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …