کورپاڼه / بېلا بېل / روژه کې د اسراييل-سعودي په اړيکو جوړو شوو سريالونو نشرولو باندې نيوکې
ايګزيټ ٧

روژه کې د اسراييل-سعودي په اړيکو جوړو شوو سريالونو نشرولو باندې نيوکې

په سعودي عربستان کې په يو دولتي ټلويزيون د روژې په مياشت کې دوه داسې سريالونه خپاره شوي دي، چې خلکو پرې نيوکې کړې دي، په دواړو سريالونو کې د سعودي عربستان له اسراييل سره اړيکې ښودل شوي دي.

د سعودي عربستان په ګډون ډېرى عربي هېوادونه له اسراييل سره رسمي يا سفارتي اړيکې نه لري، خو پوهان وايي، چې د ايران سره په دښمنۍ د سعودي عربستان او اسراييل ترمنځ اړيکې ورځ تر بلې قوي کېږي.

په روژه کې په سعودي عربستان کې ډېر زيات خلک ټلويزيونونه ګوري او په داسې وخت کې دا ډول سريالونه نشرول، معنا داسې ښکاري چې سعودي عربستان پرېکړه کړې ده چې له اسراييل سره نږدې اړيکې جوړې کړي او ښايي سعودي شاهي کورنۍ په دې اړه له مخکې پرېکړه کړې وي، چې له اسراييل سره رسمي سفارتي اړيکې جوړې کړي.

د ((ايګزټ ٧)) په نوم سريال کې د سعودي عربستان د يوې کورنۍ کيسه ښودل شوې ده، خو خلکو په دې سريال هغه وخت نيوکې وکړې، کله چې يو ځوان د انلاين ويډيو ګېم پر مهال د يوه اسراييلي هلک سره ملګرتيا کوي.

په يوه بله صحنه کې بيا يو ځوان له اسراييل سره د اړيکو نه جوړولو له امله نيوکې کوي او وايي، چې زموږ اصلي دښمنان خو فلسطينيان دي، چې له څو لسيزو راهيسې مالي مرستې هم ترلاسه کوي خو بيا هم سعودي عربستان ته سپکاوى کوي.

د ((اُم هارون)) په نوم سريال بيا د ١٩٤٠ کلونو پر مهال په کويټ کې د مېشتو عربيانو په اړه جوړ شوى دى، خو په ټولنيزو رسنيو کې په دې سريال هم نيوکې شوې دي، ځکه ويل کېږي چې د اسراييل سره د اړيکو جوړولو په اړه پکې تبليغات شوي دي.

دا سريالونه د سعودي عربستان د حکومت تر چتر لاندې چلېدونکي اېم بي سي ټلويزيون جوړ کړي دي، د دې ټلويزيون بنسټګر وليد ال ابراهيم په ٢٠١٧ کال کې د نورو شتمنو سره ګډ د فساد له امله نيول شوى و، چې له هغه وروسته دا ټلويزيون د حکومت تر کنټرول لاندې نشرات کوي.

دا دواړه سريالونه په مصر کې د جوړ شوي سريال برعکس دي، په مصر کې جوړ شوي سريال (دي اينډ) کې بيا د يهودي رياست تباهي ښودل شوې ده، چې اسراييل پرې سخته غصه هم ښکاره کړې ده. خو بل لوري ته د اېم بي سي ټلويزيون مسوولينو بيا د دې سريالونو دفاع کړې ده او ويلي يې دي چې د روژې په مياشت کې دا دواړه سريالونه خلکو بېخي ډېر کتلي دي.

د ټلويزيون وياند ماذن هايک د اې اېف پي خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې منځنى ختيځ له تېرو څو لسيزو راهيسې د ويرې، کرکې او ترهګرۍ په څېر فکرونو تر لاندې ژوند کاوه.

هغه وايي، د دې سريالونو هدف دا دى چې د دې سيمې انځور په يو بل ډول وړاندې شي چې د بېلا بېلو دينونو خلکو ترمنځ پکې مذاکره او د يو بل منل ښکاره شي او خلک پکې له هيله ډک څه وويني، په اوسني وخت کې پخواني تورونه زاړه شوي دي.

د ايسيکشن پوهنتون استاد عزيز الغسيان چې د سعودي عربستان او اسراييل ترمنځ په بهرنيو پاليسۍ کې ژوره پوهه لري، وايي چې دا سريالونه د سعودي عربستان لپاره ګټور دي، ځکه دوى به په دې پوه شي چې د اسراييل او فلسطين په اړه د خلکو نظر څه دى، دا سريالونه به وکولاى شي چې د خلکو فکرونو کې بدلون راولي.

د سعودي عربستان او اسراييل دا نږدې اړيکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختيځ لپاره د سولې پروژې برخه ګڼل کېږي، د ټرمپ د اسراييلو په اړه نظر خو ټولو ته معلوم دى، خو د ټرمپ دغه پروژه ډېرى عربي هېوادونو رد کړې ده، خو د سعودي عربستان فکر بيا له نورو بيل دى او په ٢٠١٨ کال کې په لومړي ځل سعودي عربستان د اسراييل مسافر وړونکې الوتکې ته په خپله فضا کې د داخلې اجازه ورکړه.

متحده عربي اماراتو هم تېره اونۍ په لومړي ځل اسراييل ته د الوتکې تللو اعلان وکړ او د اتحاد ايروېز په مرسته يې فلسطينيانو ته روغتيايي وسايل ولېږل.

د سعودي عربستان د ٢٠٣٠ کال د پروژې په لړ کې چې يو لړ ته بهرنۍ پانګونه زياتېږي، نو بل لوري ته د سعودي عربستان او اسراييل ترمنځ اړيکې له ايران سره د خرابو اړيکو له امله هم پياوړې کېږي.

د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو په اړه ژور نظر لرونکى امريکايي ربي مارک شناير وايي، چې سعودي عربستان د اسراييل مهم رول تسليموي، دوه کاله مخکې شهزاده خالد بن سلمان ماته ويلي و، چې د سعودي عربستان د ٢٠٣٠ اقتصادي پروژه کې اسراييل ډېر مهم رول لوبولى شي.

اې اېف پي وايي، کله چې يې د وليعهد محمد بن سلمان له کشر ورور خان بن سلمان سره د دې خبرې د تاييد لپاره د اړيکې هڅه وکړه، نو بريالي نه شو.

خو اې اېف پي خبري اژانس په خپل راپور کې ليکي، چې يو سعودي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ورته وويل، چې د اسراييل او فلسطين ترمنځ د تړون په اړه د سعودي عربستان دريځ نه دى بدل شوى او که دا مسئله يو ځل حل شوه، نو بيا له اسراييل سره اړيکې جوړولو کې هېڅ مشکل نشته.

Loading...

دا هم ولولئ

احمد جواد عثماني

د روغتيا وزارت د نوي وزير احمد جواد عثماني پېژندنه

احمد جواد عثماني په ۱۳۵۱م لمریز کال کې په یوې دینداره کورنۍ کې زیږيدلی. نوموړي …