کورپاڼه / جالب / رېحام خان: پخوانى مېړه مې په کوروالۍ کې له عمران خان تکړه و
رېحام خان او عمران خان

رېحام خان: پخوانى مېړه مې په کوروالۍ کې له عمران خان تکړه و

د پاکستان د لومړي وزير عمران خان پخوانۍ مېرمن رېحان خان يوه تازه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ښکته پورته کېږي، چې د خلکو ترمنځ يې بحثونه راپارولي دي.

دا کوچنۍ ويډيو، د رېحام خان د يوې مرکې څخه راخيستل شوې ده، چې هغه له يوه پاکستاني خبريال سره کړې ده، ياد خبريال (وقار ذکا) تل د داسې خپرونو لپاره پېژندل کېږي، چې د خلکو له غبرګون سره مخ کېږي.

وقار ذکا په خپله دغه مرکه کې له رېحام خان نه پوښتنه کوي، چې په کوروالۍ کې عمران خان تکړه و او که له هغه مخکنى مېړه يې؟ چې رېحام خان ورته ځواب ورکوي، له عمران خان مخکنى مېړه يې په کوروالۍ کې تکړه و.

رېحام خان او عمران خان ١

وقار ذکا په حېرانتيا ترې بيا پوښتنه کوي، چې رښتيا؟ نو هغه يو ځل بيا دا خبره تاييدوي، چې په کوروالۍ کې عمران خان تکړه نه و او د هغې مخکنى مېړه د کوروالۍ په اړيکو کې تکړه و.


د دغه ويډيو له خپرېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې سخت بحثونه راپارولي دي، که ځينې خلک په رېحام خان نيوکې کوي، نو ځينې په وقار ذکا هم نيوکې کوي او د عمران خان مخالفين بيا پر هغه ملنډې وهي.

د يادولو وړ ده چې عمران خان او رېحام خان په ٢٠١٤ کال کې واده کړى و، چې يوازې ٨ مياشتې دوام يې وکړ، له عمران خان مخکې اعجاز رحمان د رېحام خان خاوند و او دواړو ١٢ کاله ګډ تېر کړي و.

رېحام خان او عمران خان ٢

Loading...

دا هم ولولئ

تمبلليک ١

جلال اباد ښاروال ته (تمبلليک) ورکړل شوى

نن د ننګرهار په جلال اباد کې يو شمېر خلکو د جلال اباد ښاروالۍ مخې …