کورپاڼه / کلتور او هنر / زما لاليه په خپل کور کېنه، هارون باچا د کورونا مخنيوي په پار سندره ويلې
هارون باچا

زما لاليه په خپل کور کېنه، هارون باچا د کورونا مخنيوي په پار سندره ويلې

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): د پښتو ژبې نامتو هنرمند هارون باچا هم د کورونا ويروس د مخنيوي په پار يوه سندره زمزمه کړې ده او له خلکو يې غوښتنه کړې ده، چې په خپلو کورونو کې کېنئ.

نوموړي د اکبر سيال شعرونه زمزمه کړي دي، تر څو خلکو ته دا پېغام ورکړي، چې د کورونا ويروس د مخنيوي په پار په کورونو کې کېني او ځان او خلک وساتي.

د اکبر سيال شعرونه په لاندې ډول دي چې هارون باچا زمزمه کړي دي؟

زما قرار زما ټکور کېنه، يې مې د دواړو سترګو تور کېنه

لارې کوڅې د کورونو ډکې دي، زما لاليه په خپل کور کېنه

مخ ته دې واچوه يو ماسک د دعا، په جاينماز د خپلې مور کېنه

په خاموشۍ کې به زړه نه تنګوې، زړه له به زر راوړمه شور کېنه

د چين ماچين ښکلي يې رېز مرېز کړل، تا رانه يو نه سي ته کور کېنه

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې بيا هم له خلکو غوښتنه کړې ده، چې حکومت او د روغتيا نړيوال سازمان کومې لارښوونې کوي، هغه ومنئ او په هغې عمل وکړئ. ځان وساتئ او له ژوند سره مينه وکړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

مېډونا

مېډونا؛ کورونا ويروس ډېر عادل دی

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ مارچ ٢٠٢٠): مشهوره امريکايي سندرغاړې وايي چې وبا ټول خلک مساوي کړل …