کورپاڼه / مخکښان / د زیب النساء لنډ ژوندلیک
زیب النساء

د زیب النساء لنډ ژوندلیک

خپلواک وېبپاڼه (۹ اپرېل ۲۰۲۰): زیب النساء په هندوستان کې د مغلو د واکمنۍ په دوره کې ژوند کړی دی او د مغلو له کورنۍ څخه وه. زیب النساء د مغلو د پاچا محي الدین اورنګزېب عالمګیر لور وه، چې له دیني چارو سره یې ډېره مینه درلوده. له دین سره د هغې دومره مینه وه، چې په اته کلنۍ کې یې قرانکریم حفظ کړ او بیا وروسته یې په تجوید سره د قرانکریم زده کړې پیل کړې، ډېر غوره خویونه او عادتونه یې لرل. اورنګزېب پاچا د خپلې لور په دې استعداد خوښي ښکاره کوله. شهزادګۍ زیب النساء په یوویشت کلنۍ کې په عربي او فارسي ژبو بشپړ عبور حاصل کړ، هغې په نستعلیق، شکست، نسخ او نورو خطاطیو کې ښه مهارت وموند، ډېره غوره خطاطي به یې کوله، هغې یو شخصي کتابتون هم درلوده، چې ډېر علمي، قېمتي او نایابه کتابونه پکې وو. زیب النساء له علم او زده کړې سره دومره علاقه لرله، چې په خپل ټول عمر کې یې پرته له علم نه نورو کارونو ته ځانګړې پاملرنه ونه کړه، زیب النساء في البدیهه فارسي شعر وایه او په دې څانګه کې د کمال پړاو ته رسېدلې وه، هغې د ځای او موقعې په اړوند هم شعر ویلای شوای، شهزادګۍ زیب النساء د بېلابېلو علومو او فنونو په اړه کتابونه هم لیکلي دي. مولانا غلام علي آزاد بلګرامي په ((ید بیضاء)) کې لیکلي دي، چې شهزادګۍ زیب النساء به د شاعرانو او ادیبانو ډېره قدرونه کوله. په فارسي ژبه سربېره د نورو ژبو ژباړل هم د هغې د خوښې کار و.

زیب النساء د قرانکریم مشهور تفسیر ((تفسیر کبیر)) ژباړلی، چې د ((زیب التفاسیر)) په نوم نومول شوی دی. زیب النساء ډېره پاک لمنې او پرهېزګاره شهزادګۍ وه، له عیش او عشرت سره یې زړه نه لګېده، خپل ژوند یې یو ځانګړي چوکاټ کې تېراوه، په شریعت ټینګه ولاړه وه او عبادت ته یې ځانګړې پاملرنه درلوده. لمونځ ګوزاره، پرهېزګاره او بي بي شهزادګۍ وه. د دنیوي مصروفیتونو پر ځای یې عبادت کولو ته ډېره ترجیح ورکوله. همدا لامل و چې د ټولو دنیوي امکاناتو، اسانتیاوو او سلطنتي مزایاوو سره سره یې په ټول عمر کې واده ونه کړ.

زیب النساء ډېر ساده ژوند تېراوه، په ټولیزه توګه به یې سپین کالي پر تن کول، هغې د دري شپېتو کلو په عمر له فانۍ نړۍ نه سترګې پټې کړې.

Loading...

دا هم ولولئ

البرټ انشټاین

د نړۍ د تاریخ د سترو پوهانو عجیب و غریب عادتونه

خپلواک وېبپاڼه (۴ مارچ ۲۰۲۰): د نړۍ په تاریخ کې ځينو نابغه پوهانو عجیب و …