کورپاڼه / اسلام / سعودي مفتي: د اختر لمونځ په کور کې ادا کېداى شي
شېخ عبدالعزيز الشېخ

سعودي مفتي: د اختر لمونځ په کور کې ادا کېداى شي

د سعودي عربستان مفتي اعظم شېخ عبدالعزيز الشېخ وايي، چې په اوسني حالت کې د اختر لمونځ په کور کې ادا کېداى شي.

د عربي رسنيو د راپورونو په وېنا، له يوې رسنۍ سره په خپله مرکه کې د سعودي عربستان مفتي اعظم او د سعودي عربستان د ساينټيفک اېنډ ريسرچ کونسل مشر شېخ عبدالعزيز الشېخ وويل، چې په نامناسبه حالت او په اوسنۍ نړيواله وبا کې خلک کولاى شي چې د اختر لمونځ په خپلو کورونو کې وکړي.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې لمونځ په کور کې کېداى شي، خلک کولاى شي چې په جمعه لمونځونه وکړي يا يې هم يوازې وکړي.

د سعودي عربستان مفتي اعظم د سعودي عربستان وګړو ته په ټينګار سره وويل، چې د اختر لمونځ دې په خپلو کورونو کې ادا کړي، په اوسني حالت کې دې پلرونه خپل ډېرى وخت په کورونو کې له خپلو بچو سره تېر کړي.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس د مخنيوي په پار په سعودي عربستان کې د تراويح لمونځ په اړه هم خلکو ته ويل شوي و چې په خپلو کورونو کې يې وکړئ، په مسجد الحرام کې يوازې څو کسانو ته د تراويح د لمونځ اجازه ورکړل شوې وه او د پنځه وخته لمونځ بندېز لګېدلى و.

همدا راز په سعودي عربستان کې د کورونا ناروغانو له ډېرېدو سره حکومت د کوچني اختر په ورځو کې بشپړ ګرځبندېز اعلان کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

د روژې حکمتونه

د روژې حکمتونه

د رمضان د مبارکې مياشتې په اسلامي شريعت کې له يوې خوا د الله تعالى …