کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي پاچا په حرمين کې د اختر لمونځ کولو اجازه ورکړه
سلمان بن عبدالعزيز

سعودي پاچا په حرمين کې د اختر لمونځ کولو اجازه ورکړه

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز په حرمين شريفين کې د کوچني اختر د لمونځ ادا کولو اجازه ورکړه، خو عام خلک به پکې ګډون ونه شي کولاى.

د سعودي عربستان د (واس) خبري اژانس په خپل راپور کې ويلي دي، چې د حرمين شريفين مشر شېخ ډاکټر عبدالرحمان السديس ورته ويلي دي، چې پاچا سلمان په حرمين کې د کوچني اختر د لمونځ ادا کولو منظوري ورکړې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې ده، چې حرمين له کورونا ويروس څخه د خوندي ساتلو په پار به په حرمين کې د اختر په لمانځه کې عام خلک ګډون ونه شي کولاى.

نوموړي همدا راز د سعودي شاهي کورنۍ په ګډون د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ويلې ده او ويلي يې دي، چې له پروردګار څخه دعا کوي چې د کورونا وبا ژر ختمه شي او مسلمانان يو ځل بيا د تېر په څه په حرمين کې د جمعې لمونځونه او نور پنځه وخته لمونځونه د جمعې سره ادا کړي.

د يادولو ده چې نن د سعودي عربستان په ګډون په اسلامي نړۍ کې د روژې دېرشمه ورځ ده او سبا به په ټوله اسلامي نړۍ کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …