کورپاڼه / کلتور او هنر / سلمان خان: دا زموږ د ژوند مسئله ده، کور کېنئ او احتياطي تدابير عملي کړئ
سلمان خان

سلمان خان: دا زموږ د ژوند مسئله ده، کور کېنئ او احتياطي تدابير عملي کړئ

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): کورونا ويروس چې په ټوله نړۍ کې ډېر په چټکۍ خپرېږي او خلک يې تر سختې ويرې لاندې راوستې دي، د هند حکومت هم د دغه ستر هېواد د کرنټين پرېکړه کړې ده او تر ٢١ ورځو پورې يې له خلکو غوښتنه کړې چې له کورونو دې بهر نه راوځي.

کورونا ويروس د ژوند هره برخه تر تاثير لاندې راوستې ده، چې په دې لړ کې په ټوله نړۍ کې د فلمونو ثبت، نندارې ته وړاندې کېدل او نور ټول کارونه ولاړ دي.

د کرنټين په دې ورځو کې د هندي سينما نامتو هنرمندان په کورونو کې دي او چون کورونو ته د کور کارکونکې ښځې هم نه ځي، نو په خپله يې کارونو ته ملا تړلې ده.

که ځينې هنرمندان خپل کورونه پاکوي، نو ځينې بيا اخلى پخلى کوي، ځينې لوښي وينځي او ځينې هم په نورو کارونو بوخت دي.

د هندي سينما نامتو فلمي ستوري سلمان خان بيا په يوه ويډيو کې له ټولو خلکو غوښتنه کړې ده، چې دا د خوشحالۍ رخصت نه دى، بلکې ډېره مهمه مسئله ده، زموږ او ستاسې د ژوند مسئله ده، نو تاسې نه خواست کوم چې په خپلو کورونو کې کېنئ او حکومت چې کوم احتياطي تدابير ويلي دي، هغه عملي کړئ.

همدا راز کترينه کېف بيا په يوه ويډيو کې خلکو ته د لوښو د وينځلو چل ښودلى دى، کارتيک اريان، ملايکې اروړا، ورون دهون او سدهارت ملهوترا بيا له خلکو سره د پخلي ويډيوګانې خپرې کړې دي.

کاجل، کريتي سينن او نورو بيا خلکو ته د کورونا ويروس د مخنيوي په اړه پېغامونه ورکړي دي.

د هندي سينما د نامتو هنرمندانو هغه ويډيوګانې لاندې وګورئ، چې بېلا بېل کارونه ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

مېډونا

مېډونا؛ کورونا ويروس ډېر عادل دی

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ مارچ ٢٠٢٠): مشهوره امريکايي سندرغاړې وايي چې وبا ټول خلک مساوي کړل …