کورپاڼه / اسلام / شراب او د شرابي حال | د شرابو ناوړه خاصیتونه
شراب

شراب او د شرابي حال | د شرابو ناوړه خاصیتونه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۲ مارچ ۲۰۲۰): هغه مهال چې حضرت ادم علیه السلام د انګورو تاک وکاره، نو ابلیس علیه اللعنة د خپل شیطاني عادت له مخې یو پلان جوړ کړ او هغه دا، چې د ادم علیه السلام په مبارک لاس کرل شوي د انګور بوټي بېخ ته یې د طاووس وینه واچوله او کله چې انګورو پاڼې وکړې، نو دغه وخت یې د انګور د تاک د ځپلو لپاره هغه ته د بیزو یا شادي وینې ورکړې. د انګورو تاک دا وینې هم جذب کړې، کله چې د انګور تاک انګور ونیول او په حاصل راغی، نو دغه وخت یې د انګور د ونې بېخ ته د زمري وینې توی کړې، چې د انګور تاک دا وینې هم جذب کړې. کله چې انګور په پخېدو شول، شیطان لعین یو خنزیر ووا-ژه او د دغه خنزیر وینه یې د انګورو ځېلو ته ورکړه، چې د انګورو ونې دا وینه هم جذب او راښکله، نو د انګورو مېوې نه شراب راوڅڅېدل.

څوک چې شراب څښي، نو د هغه ظاهري بڼه داسې وي، چې کله شرابي شراب وڅښي، نو د لومړي ګیلاس په څښلو سره په هغه کې يو ډول ښکلا او ځلا پیدا شي، په زړه کې یې خوښي څپې وهي او له هر څه نه بې پروا وي، چې دا خاصیت د طاووس د وینې دی، دغه راز کله چې شرابي دوهمه پیاله په سر واړوي، نو په هغه کې د بیزو خوځښتونه رامنځته شي، د هغه فکر او ذهن شیطاني کارونو ته مایل شي او شیطاني کارونو ته یې مینه پیدا شي، چې دا خاصیت د بیزو د وینې دی.

شرابي چې د شرابو درېیم ګیلاس وڅښي، نو په هغه کې د زمري خاصیت راپیدا شي او هر څوک او هر شی ورته کمزوري ښکاره شي او جګ-ړې کولو ته یې زړه وشي او غواړي چې په هر شي او هر چا باندې ځان زورور کړي، چې دا خاصیت د زمري د وینې د جذبولولو له امله په شرابو کې راپیدا شوې ده.

کله چې شرابي څلورم ګیلاس شراب هم وڅښي، نو د هغه وضعه یا حالت د یو خنزیر په څېر شي، د هغه په زړه او ذهن د ناوړه او ناپاکو کارونو د ترسره کولو اغېز قوي کېږي، هغه بیا د چا د عزت او درناوي پروا نه کوي او د حلالو او حرامو په توپیر نه پوهېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

جنت

جنت | عبرتناکه تاریخي پېښه

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ مارچ ۲۰۲۰): د ۱۹۲۰ ز کال خبره ده. د صوبه سرحد انګرېز …