کورپاڼه / روغتيا / شپږ سببونه چې بايد متيازې مو ونه ساتئ
متيازې

شپږ سببونه چې بايد متيازې مو ونه ساتئ

خپلواک وېبپاڼه ( اپريل ٢٠٢٠): که چېرې تاسې داسې يو خوی لرئ چې د خپل بدن يوې طبعي اړتيا ته چندان غوږ نه نيسئ، ډېر اړين يې نه ګڼئ، نو دا په دې مانا ده چې د خپلې روغتيا په هکله ځينې جدي خطرونه هم منئ، ټوله خبره په دې کې ده چې موږ په خپل بدن کې څه شى، څومره وساتو او بيا يې بهر کړو، که د زيات وخت لپاره ځينې شيان په بدن کې وساتو نو کېدی شي دا زموږ د بدن لپاره ډیرې ناوړې پايلې ولري.

په بدن کې متيازې ساتل صرف په ځينو ځانګړو وختونو او حالتونو کې د ښځو لپاره توصیه کېږي، په دې کې د مثانې د عضلاتو او يا هم د کېګل د تمرينونو نمونه اخيستلای شو، خو دا هر څه صرف بايد د ډاکټر د سپارښتنې مطابق او صرف د همغه معین وخت لپاره وي په ټوله کې متيازې ساتل يوه ډارونکې خطا ده.

په دې ليکنه کې د شپږو هغه سببونو او پايلو څخه بحث کوو چې د متيازو ساتلو په پايله کې رامنځته کېږي.

١-: تاسې د خپل بدن د سیګنالونو په وړاندې درېږئ

که څه هم د متيازې جوړېدو او کولو پروسه په بدن کې يوه مغلقه پروسه ده خو په سطحي ډول داسې ده چې کله ستاسې د مثانې نيمايي ډکه شي نو ستاسې مغز ته خبر ورکوي يانې سیګنال ورلېږي چې دا تاسې ته په خپله دا حس درکوي چې نور بايد متيازې وکړئ، او که تاسې اوس د خپل بدن د طبيعي کار خلاف درېږئ په دې مانا چې هغه څه چې نور بايد ستاسې له بدن څخه وغورځول شي د خپل وخت څخه زيات ستاسې په بدن کې پاتې کېږي.

٢-: تاسې دومره قابليت نه لرئ

د امريکا د متحده ايالاتو د يورولوجي د بنسټ د معلوماتو په بنسټ يوه روغه مثانه د دوه قهوې د ګيلاسونو په اندازه متيازې ساتلی شي، يانې که تاسې د ديابت يا شکر ناروغي نه لرئ، د پښتورګو کومه ناروغي نه لرئ نو تاسې کولی شئ تر يوه حده د دوه قهوې ګیلاس په اندازه متيازې کنټرول کړئ، خو که تاسې په يو ځل د دوه ګيلاسه قهوې څخه زياتې متيازې وساتئ يا له دې زيات څه په يو ځای وڅښئ، يا هم نيم ليټر اوبه وڅښئ نو ورو ورو به پوه شئ چې نور دا حالت ستاسې له کنټرول څخه وځي او تاسې ناراحته کوي.

٣-: تاسې د متيازو د لارو ناروغي دعوت کوئ

د هغه څېړنې په بنسټ چې د سلطان قابوس پوهنتون د ساينس په ژورنال کې خپره شوې ده، د متيازو نيول مو د متيازو د لارو په ناروغیو اخته کوي، څومره چې تاسې خپلې متيازې ډېرې نيسئ په دې مانا چې په مثانه، پښتورګو او نورو غړو کې مو د ناروغۍ احتمال زیاتوئ، متیازې له داسې موادو جوړې دي چې نور د بدن لپاره مضر دي او باید له بدن څخه وويستل شي خو که تاسې یې ساتئ نو په بدن کې د ډېرو ناوړو پایلو سبب کېدی شي.

٤-: کېدی شي خپلې متيازې کنټرول نه شئ کړی

د هارورډ پوهنتون د څېړنو په بنسټ زيات وخت د متيازو ساتل او دا کار ډېر کول د دې سبب کېږي چې د پلویک او مثانې عضلات مو همغږي له لاسه ورکړي، دا په دې مانا چې تاسې نور په خپلو متيازو کنټرول نه لرئ او کېدی شي ځینې وخت بېدون ستاسې له ارادې هم درڅخه ولاړې شي.

٥-: د پښتورګو د ډبرو خطر

د The journal Annals of translational medicine کې خپره شوې څیړنه وايي کله چې د زيات وخت لپاره خپلې متيازې ونيسئ نو دا د دې سبب کېږي چې ستاسې پښتورګي يا ګردې هم ضرر وويني، ستاسې په متيازو کې مختلف عناصر دي، همدا ډول ستاسې په نور بدن کې هم مختلف عناصر شتون لري، کله چې تاسې په خپل بدن کې د زيات وخت لپاره متيازې وساتئ نو دا د دې موادو د کيمياوي تعاملاتو لپاره يو ښه فرصت دی، چې د همدې په پايله کې د ګوردو ډبرې رامنځته کېږي.

٦-: کېدی شي مثانه مو وچوي

د متيازو ساتلو يوه کمه پېښېدونکې پايله هم د مثانې چاودېدل دي، که څه هم يو ډېره کمه پېښېدونکې پېښه ده خو د احتمال د دايرې څخه بهر هم نه ده، که چېرې مو مثانه تر اخره ډکه شي او تاسې بيا هم د تشناب نه تګ څخه انکار وکړئ نو کېدی شي په یو ډېر جدي عمليات وژغورل شئ که نه کېدی شي مثانه مو وچوي او خپل ژوند له لاسه ورکړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

کورونا ويروس ١

ايا کورونا ويروس کمزورى شوى؟

د روغتيا نړيوال سازمان پوهان او نور ساينسپوهان وايي، چې دا خبره هېڅ حقيقت نه …