کورپاڼه / سياست او روانې چارې / طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ

طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ

وسله والو طالبانو د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

د یادې ډلې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې لپاره چې هېوادوال د اختر مراسم په ډاډ سره ترسره کړي د خپل مشرتابه په هدایت د اختر درې ورځې ډزبند اعلانوي.

خبرپاڼه کې راغلي، د یادې ډلې د مشرتابه له لوري ټولو طالبانو ته امر شوی دی چې د خلکو د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي او پر افغان امنیتي ځواکونو باندې تعرضي عملیات ونه کړي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، په ورته وخت کې ټولو طالبانو ته خبر ورکول کېږي چې هيڅوک د مقابل لوري تر واک لاندې سیمو ته د تګ اجازه نه لري او نه هم مقابل لوري ته اجازه شته چې د دوی تر کنټرول لاندې ساحو ته ورشي.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …