کورپاڼه / کرکټ / عمران طاهر: له تماشچيانو پرته لوبې او د خوښۍ نه لمانځل به ګران وي
عمران طاهر

عمران طاهر: له تماشچيانو پرته لوبې او د خوښۍ نه لمانځل به ګران وي

د سويلي افريقا سپينر توپ اچونکى عمران طاهر وايي، چې له تماشچيانو پرته د کرکټ لوبې ترسره کول او پر لوبغاړو د خوښۍ لمانځلو بندېز له امله به کرکټ ګران وي، خو د کورونا په دې اوسني وخت کې به کرکټ له يو ځاى څخه خو حتماً پيلول وي.

عمران طاهر چې د پاکستان سوپر ليګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې لپاره لوبېده، د يادو سياليو تر لغوه کېدو وروسته هغه په لاهور کې د څو ورځو لپاره پاتې شو، خو وروسته سفري بندېزونه ولګېدل او ويل کېږي چې نوموړى اوس هم د پاکستان په لاهور ښار کې دى. عمران طاهر پاکستانى الاصله افريقايي دى.

عمران طاهر چې په ٢٠ ټېسټ، ١٠٧ يو ورځنيو او ٣٨ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د سويلي افريقا لوبډلې لپاره لوبډلې لوبېدلى دى، وايي چې نړۍ اوس مهال د کورونا له امله له سخت وخت څخه تېرېږي.

نوموړى وايي، چې د کورونا له امله ډېر څه کې بدلون راروان دى، داسې ښکاري چې بايد موږ تر څه وخت لپاره له همدې بدلون سره پاتې شو او ځانونه ورسره عادت کړو.

عمران طاهر وايي چې د کورونا له امله لوبې ځنډېدلي دي، خو له يو ځاى څخه به حتماً لوبې بيا پيلول وي.

هغه وايي، چې اوس خبرې روانې دي چې له تماشچيانو پرته به لوبې ترسره کېږي او ځينې قوانين به هم بدلېږي، دا خو به ګرانه وي، خو څه نا څه خو حتماً کول پکار دي، حالت داسې دى چې د هيچا په کنټرول کې نه دى.

عمران طاهر وايي چې په لوبه کې د تماشچيانو له امله ماحول ډېر په زړه پورې وي، که لوبې له تماشچيانو پرته پيلېږي نو ډېرې عجبې به وي، په داسې لوبو کې د خوښۍ ترسره کولو عادت به هم ډېر ګران وي.

نوموړى وايي، چې ځينې خلک ډېر له جوشه ډک وي، خو دا په قدرتي ډول ترسره کوي، ځينې خلک بيا نارمل وي، خو کوم خلک چې له ولولو ډک دي، هغوى بيا له خوښۍ منع کول ډېر ګران وي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او راشد خان

اى سي سي: د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره بالر او غوره الراونډر

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي نن د افغان مخکښو لوبغاړو محمد نبي …