کورپاڼه / اسلام / لندن کې په لومړي ځل په لوډسپيکر د اذان اجازه ورکړل شوه
لندن جومات

لندن کې په لومړي ځل په لوډسپيکر د اذان اجازه ورکړل شوه

له امريکا وروسته اوس د انګلستان په لندن ښار کې هم په لومړي ځل د روژې په دې مبارکې مياشت کې په لوډسپيکر د اذان اجازه ورکړل شوې ده.

د برېتانوي رسنيو د راپورونو په وېنا، د برېتانيې د پلازمېنې لندن په والتهم فارسټ سيمه کې ١٠ جوماتونو ته اجازه ورکړل شوې ده، چې هغوى دې له دې وروسته په لوډسپيکر کې اذانونه وکړي.

په لوډسپيکر د اذان ورکولو اجازه اوس مهال يوازې د روژې مبارکې مياشتې لپاره ورکړل شوې ده او هغه هم پنځه وخت په لوډسپيکر اذان نه شي کولاى، بلکې دغه ١٠ جوماتونه به يوازې د ماښام اذان او د جمعې د لمانځه اذان په لوډسپيکر کې کوي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د والتهم فارسټ سيمې مسلمانانو چې کله دا خبر واورېده، چې په لوډسپيکر د اذان ورکولو اجازه ورکړل شوې ده، نو له ډېرې خوشحالۍ له کورونو څخه راووتل او يو بل ته يې مبارکۍ ورکړې.

په دې اړه د لندن ديني عالم علامه غلام رباني افغان وايي، چې مسلمانانو ته په لوډسپيکر د اذان اجازه ورکول له يوې سترې ډالۍ څخه کمه نه ده.

د يادولو ده چې له دې مخکې د امريکا په مني سوټا رياست په منياپولس ښار کې هم مسلمانانو ته د روژې مياشتې پر مهال اجازه ورکړل شوه، چې دوى کولاى شي په لوډسپيکر کې اذانونه وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …