کورپاڼه / جالب / له سيمانو جوړو عينکو د يمني ماشوم ژوند بدل کړ
يمنى ماشوم

له سيمانو جوړو عينکو د يمني ماشوم ژوند بدل کړ

د يمن د يوه ماشوم هغه عينکې چې له سيمانو څخه يې جوړې کړې وې، عکسونه يې په ټولنيزو رسنيو تر خپرېدو وروسته هغه بلها ډېرې ډالۍ ترلاسه او ژوند يې بدل شو.

د عربي رسنيو د راپورونو په وېنا، د يمن يوه ماشوم (محمد) له سيمانو څخه يو جوړ عينکې جوړې کړې، چې له خپلو خيرنو کاليو سره يې په سترګو کړې.

يوه ځايي انځورګر عبدالله الجرادي د دغه ماشوم انځورونه واخيستل او په ټولنيزو رسنيو يې خپاره کړل، همدا راز د دغه ماشوم جوړې کړې عينکې يې هم په انلاين بڼه د خرڅلاو لپاره وړاندې کړې.

دغه عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس شو او بلها خلکو محمد او د هغه کورنۍ ته د اختر کالي او نورې ډېرې ډالۍ ولېږلې.

د سيمانو عينکې

نه يوازې دا چې دغه ماشوم ته ډېرې ډالۍ ولېږل شوې، بلکې د هغه له سيمانو جوړې کړې عينکې هم د يمن د يوې موسسې مشر اسامه القصيبي په دوه نيم ميليونه يمني ريالو واخيستې، چې شاوخوا څلور زره امريکايي ډالر کېږي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دغه ماشوم چې له سيمانو څخه يې دا کږې وږې عينکې جوړې کړي، د خپلې کورنۍ سره د يمن په مارب کې په يوه کمپ کې ژوند کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

تمبلليک ١

جلال اباد ښاروال ته (تمبلليک) ورکړل شوى

نن د ننګرهار په جلال اباد کې يو شمېر خلکو د جلال اباد ښاروالۍ مخې …