کورپاڼه / بېلا بېل / له کورونا نه د رغېدونکو کسانو وینه نویو ناروغانو ته لېږدول کېږي
کورونا ویروس امریکا

له کورونا نه د رغېدونکو کسانو وینه نویو ناروغانو ته لېږدول کېږي

خپلواک وېبپاڼه (۲۸ مارچ ۲۰۲۰): په کورونا باندې د اخته کسانو د درملنې په اړه ټولې نړۍ لاس یو کړی دی او هڅه کوي چې ژر تر ژره ممکنه تر ټولو اسانه تداوي پيدا کړي، د نوي کورونا ويروس تر ټولو بد خوی دا دی، چې په ډېره اسانۍ او چټکۍ سره خپرېږي او نورو خلکو ته سرایت کوي.

په دې هکله اوس يوه لاره دا ده، چې د کورونا ويروس څخه روغ شوي کسان تر څېړنې لاندې ونيول شي او له دې څخه د نورو ناروغانو په هکله ګټه واخيستل شي. اوس د مختلفو هیوادونو چارواکي په دې اخته دي چې د هغه ناروغانو چې اوس د نوي کورونا ويروس څخه ښه شوي دي، د وينې په پلازما باندې کار پيل کړی دی.

د تداوۍ يو پخوانی طرز چې له دې ناروغۍ څخه د رغېدلو کسانو د وينې پلازما نورو ناروغانو ته انتقال کېږي، اوس د امریکا په متحده ايالاتو کې د بيا ځل لپاره د نوي کورونا ويروس په ناروغانو عملي کېږي. د امریکا د متحده ايالاتو د درملو او خوړو د چارو ادارې (FDA) د هغه ناروغانو چې له کورونا څخه روغ شوي دي، د وينې پلازما اخيستې او تر څېړنو لاندې یې نيولې دي، خو حکومت اوس دغه طرز صرف په هغه ناروغانو عملي کوي چې ناروغي یې ډېر وروستي سرحد ته رسېدلې وي.

د نيويارک د وينې مرکز به د هغه کسانو چې د نوي کورونا ويروس څخه روغ شوي دي، د وینې پلازما اخلي او د وینې بانک ته به یې لېږدوي، د وینې دا بانک به د ټولو روغتونونو په مخ خلاص وي.

د دې ډول درملنې تاريخ ډېر اوږد دی، حتی د واکسينو له تاريخ څخه هم ډېر اوږد دی، په دې ډول درملنې کې د ناروغ د وینې سپین کرويات د روغ کس وينې ته وراضافه کېږي، دا ډول تداوي د سارس ويروس او د اېبولا ويروس په تداوۍ کې هم کارول شوې وه. د طب نړۍ اوس په بې صبرانه ډول دې ته په تمه ده، چې دا ډول تداوي به د نوي کورونا ويروس په وړاندې هم مثبته پايله ورکړي او که نه.

د نوي کورونا ويروس د ناروغانو د تداوۍ لپاره د روغو کسانو د وینې د پلازما په لومړي ځل چينايي ډاکټرانو عملي کړه، اوس د امریکا په متحده ايالاتو کې هم ډاکټرانو په دې هکله له حکومت څخه اجازه اخيستې او په پراخو څېړنو یې لاس پورې کړی دی، په دغه هېواد کې به په ډېر لنډ وخت کې د تداوۍ دا پخوانی طرز عملي شي.

د امریکا په متحده ايالاتو کې تر اوسه يو لک او څلور زره خلک په نوي کورونا ويروس مبتلا شوي دي، چې له دې ډلې څخه ۱۷۰۴ یې وژل شوي او ۲۵۲۵ کسان هم له دې ناروغۍ څخه خلاص شوي او تداوي یې شوې ده، په نړیواله کچه بيا تر اوسه ۶ لکه ۱۷ زره او ۲۸۸ کسان په دې ويروس مبتلا شوي دي، چې له دې جملې څخه ۲۸ زرو او ۳۷۷ خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او په ټوله نړۍ کې بيا يو لک او ۳۷ زره او ۳۷۶ کسان بيا له دې ناروغۍ څخه روغ شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

لاس وينځل

کورونا ويروس؛ اوازې او حقايق

د کورونا ويروس د درملنې، د مخنيوي او نورو دعوو په اړه پوهان او ډاکټران …