کورپاڼه / بېلا بېل / مایکل جکسن ۱۱ کاله مخکې له کورونا نه خبر و
مایکل جکسن

مایکل جکسن ۱۱ کاله مخکې له کورونا نه خبر و

خپلواک وېبپاڼه (۲۶ مارچ ۲۰۲۰): د پاپ موسیقۍ د بادشاه مایکل جکسن ساتونکي ويلي دي، چې مایکل جکسن یوولس کاله مخکې د کورونا ویروس په څېر د اوبا په اړه اټکل لاره او پوهېده، چې یو وخت به دغه ډول یوه نړیواله اروغي رامنځته کېږي او په زرګونو انسانان به ورباندې اخته کېږي.

د جکسن ساتونکي دعوه کړې ده، چې د پاپ موسیقۍ بادشاه مایکل جکسن یوولس کاله مخکې پر دې پوهېده، چې یوه نړیواله اوبا به رامنځته کېږي او د زرګونه او میلیونونه انسانانو ژوند به ګواښي. هغه وايي، چې جکسن په دې اړه دقیق اټکل لاره او ځکه خو به یې تل ماسک کاروه.

مایکل جکسن

د مایکل جکسن د ساتونکي له خوا دغه دعوه په داسې حال کې کېږي، چې کورونا ویروس ټولې نړۍ ته ګواښ پېښ کړی دی او د انسانانو د ژوند مکمله بڼه یې بدله کړې او کم رنګه کړې ده.

مایکل جکسن چې د پاپ موسیقۍ نوموتی ستوری دی، غوښتل یې چې ۱۵۰ کاله ژوند وکړي او خپلو مینوالو ته تر ټولو زیاتې سندرې ووايي، خو ژوند له هغه سره یاري و نه کړه او د ۵۰ کلونو په عمر ومړ.

Loading...

دا هم ولولئ

لاس وينځل

کورونا ويروس؛ اوازې او حقايق

د کورونا ويروس د درملنې، د مخنيوي او نورو دعوو په اړه پوهان او ډاکټران …