کورپاڼه / سياست او روانې چارې / متحده عربي اماراتو کې د اختر مياشت نن سهار ليدل شوې
د اختر مياشت

متحده عربي اماراتو کې د اختر مياشت نن سهار ليدل شوې

د متحده عربي اماراتو د ستورپېژندنې مرکز وايي، چې نن سهار د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې د کوچني اختر مياشت ليدل شوې ده.

د خليج ټايمز وېبپاڼې د راپور په وېنا، د متحده عربي اماراتو د ستورپېژندنې مرکز وايي، چې د شوال مياشت نن (د شنبې په ورځ) سهار ليدل شوې ده.


د ١٤٤١ اسلامي کال د شوال مياشت نن سهار د اماراتو په ابوظهبۍ کې سهار ٨ بجې ليدل شوې ده، چې په اړه يې د ستورپېژندنې مرکز ټويټ کړى دى.


د يادولو ده چې په متحده عربي اماراتو کې د مياشت ليدلو کمېټې پرون د جمعې په ماښام د مياشتې ليدلو لپاره ناسته کړې وه، خو مياشت يې نه وه ليدلې او اعلان يې کړى و، چې د شوال لومړۍ نېټه او د کوچني اختر لومړۍ ورځ به د يکشنبې په ورځ او د مۍ په ٢٤مه نېټه وي.

د متحده عربي اماراتو پرته سعودي عربستان، قطر او نورو هېوادونو کې هم پرون د کوچني اختر مياشت نه وه ليدل شوې، خو په وزيرستان کې بيا ځايي خلکو مياشت ليدلې وه او د شهادتونو تر ترلاسه کولو وروسته په وزيرستان کې اختر اعلان شوى و.

نن په وزيرستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …