کورپاڼه / سياست او روانې چارې / محسن داوړ د اختر لمونځ ادا او خلکو ته يې مبارکي ورکړه
محسن داوړ

محسن داوړ د اختر لمونځ ادا او خلکو ته يې مبارکي ورکړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي ټولو پښتنو ته د کوچني اختر مبارکي ويلې ده او په وطن کې يې د سولې او ثبات هيله کړې ده.

محسن داوړ نن د شمالي وزيرستان په مرکزي تبليغي جومات کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړى دى او نن يې لکه د نور شمالي وزيرستان د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

نوموړى په خپل ټويټر او فېسبوک ټولو پښتنو ته د کوچني اختر مبارکي ويلې ده.

محسن داوړ پښتو ټپه هم شريکه کړې ده:

ووړکيو اختر ته خويندې بوتلې

بې وروڼو خويندې دېوالو ته ناستې دينه

نوموړي ټولو پښتنو ته د کمکي اختر مبارکي ويلې ده او ليکلي يې دي چې خداى دې وکړي چې دغه اختر په وطن کې د سولې او ثبات سبب وګرځي.

په ټولنيزو رسنيو کې د محسن داوړ انځورونه هم خپاره شوي دي، چې نوموړي د کوچني اختر لمونځ ادا کړى.


د يادولو وړ ده چې پرون ورځ د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون ټولو هېواد شنبه ورځ دېرشمه روژه او يکشنبه ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه، خو د شمالي وزيرستان عالمانو اعلان وکړ، چې د شنبې په ورځ اختر دى، ځکه دوى د مياشتې ليدلو ٩ شهادتونه ترلاسه کړي دي.

نو نن په شمالي وزيرستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، چې د اختر لمونځ هم په شمالي وزيرستان کې ادا شوى دى او په نوره نړۍ کې بيا نن دېرشمه روژه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …