کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مخابراتو وزارت: د انټرنېټ بیې راټیټې شوې
فهیم هاشمي

مخابراتو وزارت: د انټرنېټ بیې راټیټې شوې

خپلواک وېبپاڼه (۶ اپرېل ۲۰۲۰): د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت وايي، په هېواد کې د پخوا په پرتله د انټرنیټ په بیو کې کموالی راغلی دی.

وروسته له دې چې یو شمېر هېوادوالو د انټرنیټ له لوړو بیو او د مخابراتي شرکتونو له خدمتونو نه د نه رضایت له امله د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت دروازه وتړله، دغه وزارت ژمنه وکړه، چې په مخابراتي شرکتونو به فشار راوړي تر څو د انټرنېټ بیې کمې کړي او کیفیت یې هم ښه کړي.

یاده موضوع پرون (یکشنبه، د وري ۱۷) د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر محمد فهیم هاشمي د یوې ناستې په پای کې د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره یو ځای اعلان کړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په هېواد او نړۍ کې د کورونا ویروس له امله اوسنيو حالاتو ته په اشارې سره وویل: ((خلک اوس تر بل هر وخت له انټرنېټ نه زیاته ګټه اخلي او په داسې حالاتو کې اړینه ده، چې د انټرنېټ بیې راکمې شي.))

د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې پر اساس، د هېواد مخابراتي شرکتونو د مخابراتو له وزارت سره ژمنه کړې ده، چې د انټرنېټ په بیو کې به په سلو کې له ۴۰ څخه تر ۷۰ سلنه کموالی راولي.

په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې خلک د انټرنېټ له بیو شکایتونه کوي او د مخابراتي شرکتونو له خدمتونو نه رضایت نه ښايي او وايي، چې یاد شرکتونه پر عامو افغانانو ظلم کوي او یو ام بي انټرنېټ چې شرکتونو ته په یوازې څو افغانیو تمامېږي، پر پېرودونکیو کې په سلګونو افغانیو پلوري.

بل خوا په نورو هېوادو کې د کورونا ویروس له امله مخابراتي شرکتونو د انټرنېټ کڅوړې یا خو وړیا کړې دي او یا یې هم بیې خورا راټيټې کړې دي، تر څو هغوی په کورونا کې پاتې شي او د کرنټین شرایط عملي کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …