کورپاڼه / سياست او روانې چارې / منيب: ناروغ او له ناروغۍ ويرېدلي کسان دې د اختر لمونځ کورونو کې وکړي
د حج او اوقافو وزير مولوي عبدالحکيم منيب

منيب: ناروغ او له ناروغۍ ويرېدلي کسان دې د اختر لمونځ کورونو کې وکړي

د افغانستان د حج او اوقافو وزير له خلکو څخه غوښتنه کړې ده، چې که د کورونا ويروس نښې ولري نو د اختر لمانځه لپاره دې جوماتونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

د حج او اوقافو وزير عبدالحکيم منيب له خلکو غوښتنه کړې ده، چې هغه کسان چې ناروغ وي او يا هم له دې ناروغۍ څخه ويرېدلي وي، نو هغوى دې د اختر لمونځ په خپلو کورونو کې وکړي.

ښاغلى منيب وايي، چې هغه کسان چې د کورونا ويروس نښې ونه لري، بايد د اختر لمانځه پر مهال جومات کې له کورونا ويروس څخه د خونديتوب په هدف احتياطي سپارښتنې عملي کړي.

بل لوري ته د روغتيا وزير فېروز الدين فېروز هم له افغانانو څخه غوښتنه کړې ده، چې په اختر کې د کورونا ويروس د خپرېدو ويره زياته ده، نو خلک دې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

په افغانستان کې وروستى حال

د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ويروس ٥٤٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ٣١٦ کسان يوازې په کابل کې له دې ويروس اغېزمن شوي دي.

له نوو پېښو ثبتېدو سره په هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ٩٢١٦ ته ورسېدلې.

په نړۍ کې وروستى حال

په ټوله نړۍ کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ٥ ميليونه، ٢٠٩ زره او ٤٥٠ ته رسېدلي دي، چې په امريکا کې ١ ميليون، ٦٢١ زره او ١٩٦، روسيه کې ٣٢٦ زره او ٤٤٨ او برازيل کې ٣١٠ زره او ٩٢١ کسان له کورونا ويروس اغېز شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …