کورپاڼه / کلتور او هنر / نجیبه فیض: خدای پاک ډېر مهربان دی، هغه د انسانانو په څېر نه دی
نجیبه فیض

نجیبه فیض: خدای پاک ډېر مهربان دی، هغه د انسانانو په څېر نه دی

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۳ مارچ ۲۰۲۰): نجیبه فیض په یوې ویډيو کې د معراج د شپې مبارکي ټول مسلمان امت ته ورکړې ده او ویلي یې دي، چې خدای جل جلاله خورا مهربان دی، هغه د انسانانو په څېر نه دی او یو ډېر غفور او کریم ذات دی.

نجیبه فیض په یاده ویډيو کې له ټولو خلکو غوښتي دي، چې د معراج مبارکه شپه ده، نو هر څوک دې عبادتونه وکړي، روژه دې ونیسي او د کورونا ویروس چې يو ډېر خطرناک او ګواښونکی ویروس دی، لپاره دې دعاګانې وکړي، چې ختم شي او تر دې زیات خلک پرې اخته نه شي.

نوموړې په هغې ویډيو کې چې پر خپله فېسبوک پاڼه يې خپره کړې ده، ويلي دي، چې هغه د معراج په شپه خپل عبادتونه کوي او سباته (نن ورځ) روژه هم نیسي. هغه وايي، چې دا یوه ډېره ښه موقع ده چې موږ له خدای پاک نه بخښنه وغواړو او دعاګانې وکړو، چې اوس مهال په نړۍ کې د کورونا په نوم چې کوم ویروس خپور شوی دی، دغه ویروس ختم شي او پرې ککړ کسان جوړ شي.

نجیبه زیاتوي، چې که خدای پاک ته دعاګانې وشي نو هغه یې خامخا قبلوي، ځکه چې هغه ډېر ستر، رحم کوونکی او غفور او کریم ذات دی او هغه د انسان په څېر نه دی، بلکې په خپل بنده خورا مهربان دی.

هغې په پوسټ کې لیکلي دي، چې ټول هغه کسان چې په کورونا ویروس ککړ شوي دي، الله جل جلاله دې عاجله شفاء ورکړي او دغه ګواښونکی ویروس دې خدای پاک د مسلمانانو د عبادتونو له کبله ختم کړي او ټولو ته دې الله پاک توفیق ورکړي، چې ښه ژوند، ښه سوچ او ښې خبرې وکړي.

نجیبه فیض دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې تازه د کورونا ویروس له امله په افغانستان کې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او لس نوې پېښې پکې ثبت شوې دي او که د د یاد ویروس د مخنیوي لپاره هلې ځلې ګړندۍ نه شي، نو ښيي یاد ویروس نور هم پرمختګ وکړي او تر دې زیات خلک پرې ککړ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

صنم جنګ

پاکستانۍ اداکاره: د خدای لپاره له غریبو سره مرستې د احسان لپاره مه کوئ

خپلواک وېبپاڼه (۳۰ مارچ ۲۰۲۰): په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د خپرېدو له …