کورپاڼه / سياست او روانې چارې / نن د افغانستان په ګډون په اسلامي نړۍ کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده
کوچنى اختر

نن د افغانستان په ګډون په اسلامي نړۍ کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

د روژې مبارکې مياشتې له تېرېدو وروسته، نن د افغانستان په ګډون په ټوله اسلامي نړۍ کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

سږکال ډېر وخت وروسته مسلمانانو دېرش روژې هم پوره کړې، ځکه چې له ډېرو کلونو راهيسې به له ٢٩ روژو وروسته اختر اعلانېده، خو سږکال له ٣٠ روژو پوره کولو وروسته د اختر کوچنۍ ورځ ده.

په وزيرستان او يو شمېر افريقايي هېوادونو کې بيا د شنبې په ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه، چې نن به پکې د اختر دويمه ورځ وي.

همدا راز په هند او بنګله دېش کې بيا نن هم روژه ده او سبا به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

ډېر وخت وروسته پاکستان هم له نورې نړۍ سره په يوه ورځ د کوچني اختر ورځ اعلان کړه، د يادولو ده چې پاکستان له نورې نړۍ څخه يوه ورځ وروسته روژه نيولې وه.

سږکال اختر د نورو اخترونو په پرتله ځکه هم ډېر توپير لري، چې ټوله نړۍ کې د کورونا ويروس خپور شوى دى، په ډېرى اسلامي هېوادونو کې په جوماتونو کې پر لمونځ هم بندېز دى او له خلکو غوښتنه شوې ده چې د اختر لمونځ دې په خپلو کورونو کې وکړي.

همدا راز د نړۍ ټول حکومتونه او روغتياپالان له خلکو څخه غوښتنه کوي، چې د کوچني اختر په ورځ دې له خپلو خپلوانو کره له تګ څخه تېر شي، يو بل ته دې په لاس او غاړې ورکولو سره مبارکۍ نه ورکوي او په خپلو کورونو کې دې پاتې شي، تر څو روغ او خوندي پاتې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …