کورپاڼه / کرکټ / نن ورځ د راشد خان دوه نړيوال ريکارډونه
راشد خان

نن ورځ د راشد خان دوه نړيوال ريکارډونه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): که داسې وويل شي چې راشد خان هم يو له هغه لوبغاړو څخه و، چې نړيوال کرکټ ته له راتګ سره سم يې د نړۍ په کچه نوم خور شو او اوس يو له هغه نړيوالو ستورو څخه دى، چې تر ډېره يې خلک پېژني.

راشد خان نه يوازې دا چې د افغانستان لپاره يو له مهمو لوبغاړو څخه دى، بلکې هغه د نړۍ په سترو سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي او په دغه ليګونو کې د لوبډلو لپاره د مهم لوبغاړي په توګه مېدان ته کوزېږي.

راشد خان دوه کاله مخکې هم په نن ورځ، د مارچ په ٢٥مه نېټه ٢٠١٨ کال، په نړيواله کچه لومړنى چټک او تر ټولو ځوان لوبغاړى شو چې په کمو ٤٤ پنځوس اوريزه نړيوالو سياليو او د نورو نړيوالو لوبغاړو په پرتله يې په کم عمر (١٩ کلنۍ) کې ١٠٠ ويکټې پوره کړې.

د راشد خان د دغه دوه نړيوالو ريکارډونو په خپلولو سره د اسټراليا مچل سټارک او د پاکستان ثقلېن مشتاق شاته پرېښودل او تر دوى مخکې شو.

راشد خان چې د کرکټ په نړۍ کې يې يو شمېر ريکارډونه په خپل نوم کړي دي، د څه وخت لپاره د افغان لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى و او هغه د کم عمره لوبډلمشر په حېث هم ريکارډ لري.

راشد خان تر دې مهاله پورې د افغانستان لپاره ١٢٣ ټېسټ، يو ورځنۍ او شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي دي، چې ٢٤٥ لوبغاړي يې پکې سوځولي دي او همدا راز ١١٧٤ منډې يې هم ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

کريم جنت

کرکټ بورډ به د کريم جنت پر وړاندې ګام پورته کړي؟

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ باندې تل دا نيوکې کېږي چې …