کورپاڼه / سياست او روانې چارې / نن په شمالي وزيرستان کې اختر او نوره نړۍ کې روژه ده
د اختر لمونځ

نن په شمالي وزيرستان کې اختر او نوره نړۍ کې روژه ده

نن په شمالي وزيرستان کې اختر دى، چې خلکو د اختر لمونځونه هم ادا کړي دي او خوشحالۍ ترسره کېږي، خو د افغانستان په ګډون په نوره نړۍ کې بيا نن ٣٠مه روژه ده.

پرون چې د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو په ګډون د کوچني اختر مياشت ونه ليدله، نو يې د کوچني اختر لومړۍ ورځ د يکشنبې په ورځ اعلان کړه او د شنبې په ورځ يې دېرشمه روژه اعلان کړه.

د سعودي عربستان، افغانستان او نورو هېوادونو له اعلان وروسته چې د شنبې په ورځ به دېرشمه روژه او د يکشنبې په ورځ به د اختر لومړۍ ورځ وي، د شمالي وزيرستان عالمانو د شنبې، يعنې نن ورځ اختر اعلان کړو.

په ټولنيزو رسنيو کې همدا راز دا هم وويل شول، چې له شمالي وزيرستان پرته د خېبر پښتونخوا په ډېرو سيمو کې د اختر مياشت خلکو ليدلې وه، خو شهادتونه يې چا نه دي منلي.

همدا لامل شو چې د شمالي وزيرستان عالمانو چې کله ٩ شهادتونه ترلاسه کړل، نو هغوى د شنبې په ورځ اختر اعلان کړ.

د احسان خان په نوم د ټويټر کاروونکي د جومات يو انځور خپور کړى دى او ليکلي يې دي چې په شمالي وزيرستان کې د اختر لمونځ ادا شو.


د حمزه داوړ په نوم يو ځوان بيا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ سره خپل انځورونه شريک کړي دي، چې د اختر د لمانځه پر مهال اخيستل شوي دي.

هغه ليکلي دي چې محسن داوړ په تبليغي جومات کې د اختر لمونځ ادا کړ.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …