کورپاڼه / سياست او روانې چارې / نوبل جايزه ګټونکي ساينسپوه د کورونا ويروس په اړه ښه خبر ورکړ
مايکل ليوټ

نوبل جايزه ګټونکي ساينسپوه د کورونا ويروس په اړه ښه خبر ورکړ

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): امريکايي نوبل جايزه ګټونګي پروفېسر او ساينسپوه د کورونا ويروس د کمي په اړه خلکو ته خبر ورکړى دى.

دغه ساينسپوه چې په کيميا کې يې نوبل جايزه ترلاسه کړې وه، د سټينفورډ پوهنتون پروفېسر مايکل ليوټ دى، هغه وړاندوينه کړې ده چې په امريکا کې به ژر حالات کنټرول شي او هېواد به يې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

مايکل ليوټ په خپلو خبرو کې وايي، چې هغه دا وړاندوينې سمې نه ګڼي، چې د کورونا ويروس به مياشتو يا کلونو ته وغځېږي. هغه وايي موږ ته اوس پکار دي چې روانه ګډوډي قابو کړو. هغه وايي، چې د وروستيو معلوماتو څخه هم ښکاره کېږي چې د کورونا ويروس پېښو کې کمى راروان دى.

مايکل ليوټ زياتوي، چې هغه په ډېرو ځايونو کې د ښه والي نښې ويني.

د يادولو ده چې مايکل ليوټ تر دې مخکې د چين په اړه وړاندوينه کړې وه، چې ژر به له دې حالت څخه راووځي. هغه ويلي و چې د فبرورۍ تر منځ پورې به په چين کې د کورونا ويروس په پېښو کې کمى راشي او په چين کې به ٨٠ زره کسان په دې ويروس اخته شي او ٣٢٥٠ به پکې ووژل شي.

د مايکل ليوټ د وړاندوينې سره سم د مارچ تر ١٦مې نېټې پورې په چين کې په کورونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٨٠٢٩٨ و او همدا راز ٣٢٤٥ کسان وژل شوي و، خو اوس په چين کې د نوو پېښو کچه بېخي کمه شوې ده.

د يادولو ده چې کورونا ويروس د نړۍ ١٩٥ هېوادونو ته رسېدلى دى او ٤٣٨٧١٧ کسان پرې اخته دي، چې په دې کې ١١١٩٢٣ کسان روغ شوي دي او ١٩٦٥٨ کسان وژل شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

روسيه

که څوک له کرنټينه وتښتېدل، ٧ کاله به زنداني شي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ مارچ ٢٠٢٠): په روسيه کې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره سختې …