کورپاڼه / کلتور او هنر / نوره احساس: د شاعرۍ په سر مې خلک پلار ته مشورې ورکوي چې وه مې وژني
نوره احساس

نوره احساس: د شاعرۍ په سر مې خلک پلار ته مشورې ورکوي چې وه مې وژني

نوره احساس هغه پښتنه شاعره ده چې په دې وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو کې ډېره مشهوره شوې ده، هغې تازه په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې يوازې شاعري کوي، خو بيا يې هم خپل خپلوان پلار ته مشورې ورکوي چې هغه (نوره احساس) ووژني، ځکه چې شاعري ولې کوي؟

نوره احساس چې د ډيوه راډيو سره يې په مرکه کې خبرې کولې، وويل چې که په پښتنه ټولنه کې ښځو ته د خپل رول ترسره کولو چانس ور نه کړل شو، نو د ژوند په دې منډه کې به پښتانه تر نورې نړۍ شاته پاتې شي.

نوموړې په خپلو خبرو کې همدا راز وايي، په کومو ټولنو کې چې د ژوند پېټى ښځو او سړو په ګډه پورته کړى دى هغوى پرختګ کړى دى، خو پښتانه اوس هم مېرمنو ته په ټولنه کې د تعميري رول ترسره کولو برخه نه ورکوي.

نوره احساس وويل، په پښتانه کې داسې خلک شته دي چې هغوى غواړي ښځې دې په کورونو کې قېد وي. هغه وايي زه په خپله شاعرۍ کې د خپل وطن د مينې او سولې خبره کوم، د ښځو د حقونو خبره کوم، ما خو داسې هېڅ نه دي ويلي چې د پښتنو شملې پرې راټيټې شي، خو بيا هم زما پلار ته خلک وايي چې دا لور دې ووژنه.

نوره احساس د پښتونخوا د سوات اوسېدونکې ده، ١٧ کاله عمر لري او د ١١م ټولګي زده کړياله ده. هغه وايي چې له تېر يو کال راهيسې يې شاعري پيل کړې ده او په ټولنيزو رسنيو يې ډېر مينه وال پېدا کړي دي.

نوموړې وايي، چې دې شهرت ورته ډېرې ستونزې زېږولي دي او د ګاونډ او سيمې خلک ورته په داسې نظر ګوري، چې ګني دا چېرته بدکرداره پېغله ده او يا يې هم ډېر ناروا کارونه کړي دي.

نوره احساس وايي، کله چې له کوره ووځم، نو د خلکو سترګې راپسې وي، څوک راپسې اوازونه کوي، څوک راپسې شپېلي وي او څوک راپسې په ټولنيزو رسنيو کې خبرې کوي، خو زه دې هر څه ته لکه د غر ولاړه يم، خپلې زده کړې به هم کوم او خپله شاعري به هم کوم.

Loading...

دا هم ولولئ

جاوېد اميرخېل

جاوېد اميرخېل: ځنډ د ارمانونو غل دى

د هېواد نوموتى هنرمند جاوېد اميرخېل وايي، چې ځنډ د ارمانونو غل دى، نو هغه …