کورپاڼه / روغتيا / نوي جوړ شوي روباټ د کورونا ويروس د ناروغانو تداوي پيل کړه
روباټ

نوي جوړ شوي روباټ د کورونا ويروس د ناروغانو تداوي پيل کړه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٣ مارچ ٢٠٢٠): په چين کې جوړ شوى روباټ د کورونا ويروس د ناروغانو په تداوۍ کې ګټور ثابت شوی دی، دا روباټ د چين د تر ټولو مهم پوهنتون تسينګهاو د څېړونکو لخوا د کورونا ويروس د ناروغانو په تداوۍ کې د روغتياپالانو سره د مرستې لپاره جوړ شوی دى.

د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې دغه روباټ کولی شي چې التراسون وباسي، يانې التراسوني معاينات وکړي، د خولې څخه د معايناتو لپاره د لاړو نمونه واخلي، همداراز د ستېتېسکوب له لارې کولي شي چې د ناروغ د حياتي غړو د فعاليت غږونو ته غوږ ونيسي.

دا کارونه ډېر وخت ډاکټران کوي خو له دې وروسته به يې په چين کې روباټان ترسره کوي، حتاً اړتيا نشته هېڅ ډاکټر د ناروغ اطاق ته داخل شي، دا روباټ کولی شي په خپله لاړ شي د ناروغ کوټې ته او د ناروغ معاينات وکړي.

روباټ ١

د تسينګهاو پوهنتون پروفيسور زېنګ ګانګتي وايي چې کله د ووهان ښار کرنټين شو نو ده دا حالت په خپلو سترګو ليده، دی وايي چې د ناروغانو په تداوۍ بوخت روغتياپالان به په چټکۍ په دې ويروس اخته کېدل، د ناروغانو څخه به دې ويروس روغتياپالانو ته سرایت کولو نو ما دا فکر وکړ چې داسې يو څه جوړ کړم چې د ناروغ سره د روغتياپالانو تماس کم شي او صرف د جدي اړتيا په صورت کې روغتياپالان مستقيمه مداخله وکړي، په دې ډول به د روغتياپالانو روغتيا ته ګواښ کم شي.

ده په خپلو خبرو کې وويل؛ په دې کې هېڅ شک نشته، چې روغتياپالان زړور او زحمت کش خلک دي، دوی خپله روغتيا په خطر کې اچوي خو د نورو روغتيا او ژوند ژغوري، خو دا ويروس ډېر په اسانۍ سره سرایت کوي، نو ما دا فکر وکړ چې په دې ډول به د يو انجنير پروفيسور په صفت د روغتياپالانو سره مرسته وکړی شم.

پروفيسور د روباټ په هکله وايي چې دا روباټ په لوړه اتوماتيک ټيکنالوژۍ سمبال دی، داسې چې کله د ناروغ سره تماس وکړي بېرته خپل ځان پاکوي.

روباټ ٢

روغتياپالان د ووهان په روغتون کې وايي چې دوی به روباټ په ډېرو عاجلو او بېړنيو حالاتو کې وکاروي، بېدون له دې د روباټ کارول سم نه دي، د دوی په باور چې ناروغان د انسان سره د مخامخ کېدو په وخت کې يو ډاډ ترلاسه کوي خو کله چې د يو روباټ سره مخ کېږي نو يو ډول پټه وېره لري.

د دې هر يوه روباټ جوړول تقريباً تر ۷۵ زره ډالرو مصرف لري، تراوسه دغه ډول دوه روباټان جوړ شوي چې لومړى يې د ووهان په روغتون کې په دنده پيل کړی دى.

Loading...

دا هم ولولئ

کورونا ويروس

ډاکټران وايي نوی کورونا ويروس د نارینه و خصيو ته هم ضرر رسوي

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ مارچ ٢٠٢٠): په چين کې ډاکټران وايي چې نوی کورونا ويروس د …