کورپاڼه / روغتيا / نوې څېړنه؛ کورونا ويروس په يو ځاى څو ورځې ژوندى پاتې کېږي؟
کورونا ويروس

نوې څېړنه؛ کورونا ويروس په يو ځاى څو ورځې ژوندى پاتې کېږي؟

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): په يوه نوې څېړنه کې دا خبره څرګنده شوې ده چې د کورونا ويروس چې په هر ځاى لګېدلى وي، په هغه ځاى کې تر ١٧ ورځو پورې ژوندى پاتې کېداى شي او انسانانو ته انتقالېږي.

د امريکې د ناروغۍ د کنټرول سينټر په خپل نوي راپور کې ويلي دي، چې د کورونا ويروس په هره کچه تر ١٧ ورځو پورې ژوندى پاتې کېداى شي.

دغه سينټر په دوه متاثره شويو سمندري جهازونو ډايمنډ پرنسز او ګرانډ پرنسز باندې څېړنې وکړې او د دې ويروس د خپرېدو په اړه يې پلټنه ترسره کړه.

په دغه څېړنه کې معلومه شوه، چې په دغه سمندري جهازونو کې تر خالي کېدو وروسته هم ١٧ ورځو پورې د کورونا ويروس نښې موجودې وې.

په ډايمنډ پرنسز او ګرانډ پرنسز کې په کورونا ويروس ٨٠٠ کسان اخته شوي و او همدا راز ١٠ کسان بيا وژل شوي هم و.

له کورونا ويروس ځان څنګه وساتو؟

١-: د ناروغو کسانو خوا ته مه ورځئ او مه هم هغوى ته لاس وروړئ.

٢-: خپلې سترګې، پوزې او خولې ته لاس مه وروړئ.

٣-: که تاسې ناروغ يئ، نو له کور څخه بهر مه وځئ.

٤-: د پرنجي او ټوخي پر مهال خوله په کاغذ پټه کړئ او بيا يې ژر وغورځوئ.

٥-: د کور هغه ځايونه چې تر ټولو زيات پرې لاسونه لګېږي، هغه د ويروس ضد سپرې باندې پاک کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

هرات کورونا ويروس

کورونا ويروس په هرات ولايت کې يوه بله ښځه هم وژلې

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ مارچ ٢٠٢٠): د کورونا ويروس په هرات ولايت کې يوه بله ښځه …