کورپاڼه / اسلام / نيوزويک: محمد ص ١٤٠٠ کاله پخوا د کرونا غوندې ناروغيو لپاره وړانديزونه کړي و
کرونا ويروس

نيوزويک: محمد ص ١٤٠٠ کاله پخوا د کرونا غوندې ناروغيو لپاره وړانديزونه کړي و

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢١ مارچ ٢٠٢٠): د انګليسي سترې نړيوالې وېبپاڼې (نيوزويک) په خپله يوه ليکنه کې ويلي دي، چې محمد ص ١٤٠٠ کاله مخکې د کرونا ويروس ناروغيو په څېر وړانديزونه ورکړي و، چې اوس ورسره ټوله نړۍ مخ ده.

دغه ليکنه چې کرېګ کنسيډين کړې ده، کټ مټ يې ستاسې لپاره ژباړه خپروو:

نوی کورونا ويروس دولت او د خبرونو سرچينې دې‌ ته هڅوي، چې خپلو هېوادوالو ته تر ټولو روغې او ډېرې مرسته کوونکې سپارښتنې وکړي، په داسې حال کې چې نوی کورونا ويروس نور د نړۍ هرې برخې ته رسېدلی او نړیواله وبا اعلان شوې روغتياپالانو، متخصصانو او ساینس پوهانو ته چې د دې نړيوالې وبا سرایت او تاثیرات څېړي تر بل هر وخت ډېره اړتيا ليدل کېږي.

د متخصص ایمونولوجيسټ (د بدن د دفاعي سيستم متخصص) انتوني فوسي او د روغتيايي رېپورټر ډاکټر سنجی ګوپتا وايي چې نظافت او پاک والي ته پاملرنه، کرنټین او ياهم د نورو څخه لرې اوسېدل، د نورو وګړو سره فاصله درلودل، هغه کارونه دي چې نورو خلکو ته د دغه وبا او ويروس د سرایت د مخنیوي په برخه کې تر ټولو زياتې ګټورې او تاثیرناکې تمامېدلی شي.

پوهېږئ بل چا د نظافت په هکله ښه وړانديزونه کړي؟

محمد ص، د اسلام پیغمبر د نن څخه ۱٤۰۰ کاله وړاندې، که څه هم هغه د کومو ساري ناروغیو متخصص نه و، خو ده د داسې ناروغیو د مخنیوي په وړاندې لکه کومه چې نن نړۍ ورسره لاس او ګریوان ده، تل خلک بيدار کړي و.

حضرت محمد ص ويلي و؛ کله مو چې د يوې وبا خبره واورېده، چې په ځمکه کې خوره شوې، نو هغه ځای ته مه ورځئ، مګر که دا وبا په داسې سيمه کې رامنځته شوه چې تاسې هلته ژوند کاوه، نو بيا د هغه ځای څخه د وتلو هڅه مه کوئ.

ده همداراز ويلي و؛ هغه خلک چې په دې ناروغۍ ګرفتار شوي وي، بايد د نورو روغو خلکو څخه لرې وساتل شي، محمد ص به خلک دې ته هڅول او جرئت به يې ورکاوه چې خپل نظافت ته پام وکړي، تر څو دغه خلک د ناروغیو څخه لرې وساتل شي او ناروغ نه شي، په دې هکله د حضرت محمد ص څخه ګڼ حديثونه روايت شوي دي.

ده به خلکو ته ويل کله چې د خوب څخه راويښ شوئ نو لاسونه مو پاک ومينځئ، ځکه تاسې نه پوهېږئ چې په خوب کې مو خپل لاسونه چېرته وړي دي، ده همدا راز ويلي و؛ د خوراک برکت په دې کې دی چې هم مخکې له ډوډۍ څخه خپل لاسونه ومينځئ او هم وروسته له ډوډۍ څخه.

او کله به چې يو څوک په کومه ناروغۍ ګرفتار شول، نو محمد ص به دغه کس ته هم ځانګړې سپارښتنې کولې، ده به خلک دې ته هڅول چې د هغه لپاره درمل تيار کړي، ده به ویل؛ طبي درملنه مو وکړئ، الله پاک داسې ناروغي نه ده پېدا کړې چې د هغه لپاره یې يوه چاره هم نه وي پيدا کړې، بېدون له يوې ناروغۍ څخه چې هغه د زوړوالي ناروغي ده.

محمد ص په دې کې ډېر ماهر و چې د ایمان او سبب ترمنځ يو توازن وساتي، څو ورځې وړاندې ځينې خلکو د نوي کورونا ويروس په هکله دا خبرې کولې چې لمونځ او عبادت په يوازې سره کولی شي چې يو کس له نوي کورونا ويروس څخه وساتي، بېدون له دې چې د نظافت ورځنيو قوانينو او د خلکو څخه لرې والي يا کرنټین په پام کې ونيسي، مګر محمد ص دغه کار ته کوم غبرګون درلود؟

په دې هکله ښه ده چې د محمد په هکله يوه کوچنۍ کيسه بیان کړو، يوه ورځ يوه بدوي خپل اوښ همداسې پرېښود او دی څملاست، پيغمبر ص ورته وويل چې خپل اوښ دې ولې ونه تړلو، بدوي په ځواب کې ورته وويل؛ ما په الله تعالى توکل کړی دی، پېغمبر د اسلام حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ورته وويل؛ لومړی دې اوښ وتړه او بيا په الله تعالی باور او توکل وکړه.

حضرت محمد صلي الله عليه وسلم خلک هڅول چې په دين کې ځانته لارښوونه ومومي، اما ده هيله درلوده چې خلک به د استقرار او امنیت لپاره لومړني ټول ضرورتونه په پام کې ونيسي.

نوی کورونا ويروس چې اوس د نړۍ لپاره په يو عذاب بدل شوی دی، تراوسه کومه مشخصه تداوي نه لري، دغه ويروس د نړۍ په سراسر کې تر دوه نيم لکه زيات خلک ناروغه کړي او تر لسو زرو زیات یې وژلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

جنت

جنت | عبرتناکه تاریخي پېښه

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ مارچ ۲۰۲۰): د ۱۹۲۰ ز کال خبره ده. د صوبه سرحد انګرېز …