کورپاڼه / ليکنې / نښه او کوښښ | عبرتناکه کیسه
کوښښ

نښه او کوښښ | عبرتناکه کیسه

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۳ مارچ ۲۰۲۰): په غرییزو او قبایلي سیمو کې معمولاً خلک د غچ او نورو شخړو پرېکړې پخپله کوي ځکه هلته نه حکومتي قانون نافذ وي او نه هم د حکومت لښته چلېږي. وايي، چې يو ځل په یوه قبیله کې د یوه سړي له یوې بلې کورنۍ سره دښمـني وه. د دې دښمنـۍ په لړ کې د دې سړي زامن هم ووژ-ل شول. دا سړی یواځې پاتې شو او حیران شو، چې اوس څه وکړي. د سړي یوازې یوه لور پاتې وه، چې هغه هم په سترګو ړنده وه. سړی په دې سوچ کې تللی و، چې که وو-ژل شي، نو د غچ اخیستل څوک یې نه دی پاتې. هغه به په دې اړه له خپلې لور سره تل د زړه خواله کوله، اخر دا چې دا سړی هم د دښمـن له لاسه وو-ژل شو. د دې سړي ړندې لور ته دومره معلومه وه، چې د مثال په توګه زما د پلار ونه شپږ فوټه وه او له دې امله چې زما پلار یو غیرتمند سړی و، نو ځکه به یې دښمـني هم هرومرو د همدومره ونې او قوي جسامت له سړي سره وه، نو یې د خپلو ګاونډیانو په مرسته د پلار د دښمـن په شکل او بڼه یو بت جوړ کړ او هغه یې په کور کې ودراوه، بیا یې یو سپی وروزه، دا سپی ورو ورو غټ شو. ړندې جینۍ به هره ورځ د بت په غاړه کې غوښه ځړوله او په اشارې سره به یې سپي ته دا روزنه ورکوله، چې هغه غوښه وخوري. سپي باندې همدا تمرین کېده، چې اخر سپی بریالی شو او غوښه به یې په خپل سر د بت له غاړې نه اخیسته او خوړله به یې.

ړندې جینۍ په یو ډول د خپل پلار د قا-تل پته ولګوله او کوښښ یې وکړ، چې قا-تل یو ځل د دې مخې ته راشي. لنډه دا چې د ګاونډیانو په مرسته جینۍ ته دا پته ولګېده، چې د هغې د پلار قا-تل په بازار کې تېرېږي. جینۍ بازار ته بوتلل شوه، چې سپی هم ورسره و. د جینۍ له اشارې سره سم سپي د قا-تل په هغه ځای ورټوپ کړل، په کوم ځای کې چې به د بت پر بدن د هغه لپاره غوښه ځوړنده وه. سپي د قات-ل مرۍ غوڅه کړه او په دې ډول جینۍ د خپل پلار غچ واخیست.

(په کوښښ باندې هرومرو سړی خپل منزل او مراد ته رسېږي.)

Loading...

دا هم ولولئ

دروغ خبرونه

دروغ خبرونه په دې څلورو نښو وپېژنئ

خپلواک وېبپاڼه (١٩ مارچ ٢٠٢٠): د ټولنیزو رسنیو د بې شمېره فرصتونو څخه ټول ګټه …