کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هرات کې د کورونا ويروس ٤ نورې پېښې ثبت شوې
کورونا ويروس

هرات کې د کورونا ويروس ٤ نورې پېښې ثبت شوې

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): په هرات ولايت کې د کورونا ويروس ٤ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې په دې سره په افغانستان کې د کورونا ويروس پېښو شمېر ٨٤ ته پورته شو.

د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړى دى، چې په هرات ولايت کې د کورونا ويروس ٤ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. د نوو پېښو سره په افغانستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ٨٤ ته پورته شوې.

که څه هم د عامې روغتيا وزارت وزير له حکومت غوښتنه کوله چې هرات ولايت دې عاجل کرنټين شي، خو نن په دغه ولايت کې ګرځبندېز لګېدلى دى او د ډېرو خلکو په يو ځاى راټولېدل بند دي.

همدا راز بازارونه تړل شوي دي، تر څو د کورونا ويروس مخنيوى وشي، ځکه چې په افغانستان کې تر ټولو زياتې مثبتې پېښې په هرات ولايت کې ثبت شوې دي.

د يادولو ده چې په نړۍ کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ٣٧٥٤٩٨ ته رسېدلي دي، چې له دې ډلې بيا ١٦٣٦٢ کسان وژل شوي او همدا راز ١٩٥ هېوادونو ته د کورونا ويروس رسېدلى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

روسيه

که څوک له کرنټينه وتښتېدل، ٧ کاله به زنداني شي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ مارچ ٢٠٢٠): په روسيه کې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره سختې …