کورپاڼه / اسلام / هغه ۵ کسان چې د قیامت په ورځ به الله ج ورڅخه خفه وي
انسان

هغه ۵ کسان چې د قیامت په ورځ به الله ج ورڅخه خفه وي

په دې شک نشته چې د انسان څخه سهوه او خطا کېږي، انسان د سهوې څخه خالي نه دی، د ګناهونو کول د انسان څخه عامه خبره ده خو بيا د خپلو ګناهونو په هکله انسانان د توبې دروازه هم لري، خو له بده مرغه ټول خلک د توبې سره يو ځای نه مري، ډېری خلک په داسې حالت کې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې توبه یې نوي اېستلې او يا یې هم توبه اخري ثانیې ته ځنډولې وي.

په دې ليکنه کې د هغه کسانو او هغه ځانګړنو څخه بحث درته کوو چې د خپل ګناهونو په سبب به د قيامت په ورځ الله تعالی ورڅخه خفه وي.

١-: سودخور

سود يو له کبيره ګناهونو څخه دی چې خدای پاک یې مرتکب سخت غندلی دی، په قران کریم کې د سود خور په هکله ويل کېږي چې سود خوړونکی د الله تعالی سره د جګړې اعلان کونکی دی، يانې چا چې سود وخوړ هغه د پاک سبحان سره جګړه اعلان کړه، په سود کې انسان بېدون له دې چې د پيسې او رزق ګټلو لپاره خپله خوله تویې کړي، خپله زحمت تېر کړي د خپلو پيسو په زور خپله ارام کېني او هېڅ بدل نه ادا کوي او پيسې ترلاسه کوي، ډېر کله بيا داسې وي چې سود خواره خلک د نورو بې وزلو خلکو له مجبوریو استفاده کوي او هغوی ته په سخت حالت کې په ډېرو سختو شرايطو سود ورکوي او بیا یې بېرته د سود سره خپلې پيسې ورڅخه اخلي، که هغه بې وزله ددې توان ونلري نو دا ځل د سود سلنه نوره ورباندې لوړوي، خالق تعالی به دداسې کسانو څخه په هغه ورځ چې ټولې هيلې ختمې شوې وي، يانې د قيامت په ورځ دداسې کسانو څخه خفه وي.

٢-: بخيل

په دې هکله د مسلم شريف حديث دا ډول دی چې هغه څوک چې په يوه صحرا کې اضافي اوبه هم ولري او بیا یې هم د اړتیا وړ يا يوه محتاج کس ته ورنکړي نو دقیامت په ورځ به الله تعالی ده ته وايي چې په هغه ورځ ستا په وس کې نېکي کول او احسان و، خو تا زما په بنده دا احسان او د هغه سره دا نيکي ونکړه چې هغه ته اوبه ورکړې، حال دا چې هغه دې اوبو ته سخت محتاج و، نن ته زما احسان ته متحاج ېې او زه به په تا هم احسان ونکړم. واقعا هم چې بې اندازې بخيل سړی هم په دنيا کې د خدای د قهر وړ وي او هم په اخرت چې خالق تعالی ورته د رحمت په نظر نه ګوري، څومره بدبخته دی هغه کس چې د اخرت په ورځ د دومره لوی رحیم ذات له رحم څخه بې برخې پاتې شي.

٣-: زوړ ز.نـاکار

د حضرت ابوذر غفاري څخه روايت شوي حديث کې ويل شوي چې د قيامت به الله تعالی هغه خلکو ته د رحمت په نظر ونه ګوري، د هغه خلکو سره د رحمت معامله ونکړي چې په زړتوب کې یې هم ز.نا کړې وي، هغه څوک چې په زړتوب کې هم خالق تعالی ته رجوع ونکړي او بيا هم په داسې کبیره ګناه لاس پورې د قيامت په ورځ به الله تعالی ددوی څخه خفه وي او دوی به خالق تعالی رضایت ترلاسه نکړي.

٤-: دروغجن رهبر

بيا هم حضرت ابوذر غفاري پخپل روایت کړي حديث کې وايی چې خالق تعالی به د قيامت په ورځ د هغه دولت مشر او يا د ولس د رهبر سره په پخپل رحم معامله ونکړي چې ده خپل رعيت او خپلو خلکو ته دروغ ويلي وي، د یو انسان نه، بلکې د يو ملت د سرنوشت سره لوبې کونکی او هغوی ته دروغ ویونکی کس به قيامت په ورځ د الله تعالی د قهر او غضب سره مخ شي او څوک هم چې د پاک پروردګار له غضب سره مخ شول په بشپړ ډول هلاکت ته رسېدلي دي.

٥-: فقير متکبر

د مسلم په نقل شوي حديث کې ويل شوي: هغه فقير او غريب چې د خپلې فقيرۍ او غريبۍ سره سره بيا هم د کبر لار ونيسي د خدای له رحمت څخه بې برخې او د خالق تعالی په غضب ګرفتار دی، په ټوله کې د اسلام په مبارک دین کې تکبر اعظيمه ګناه ده خو هغه خلک چې د کبر لپاره څه لري هم نه، يانې داسې څه هم ورسره نشته چې دوی کبر ته تشويق کړي او بيا هم کبر کوي د خالق تعالی د رضايت څخه به د قيامت په ورځ محروم وي.

ژباړه : منيب الرحمان رحماني

Loading...

دا هم ولولئ

د روژې حکمتونه

د روژې حکمتونه

د رمضان د مبارکې مياشتې په اسلامي شريعت کې له يوې خوا د الله تعالى …