کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هند: د واګه بندر له لارې به هم ژر افغانستان ته سوداګري پيل شي
واګه بندر

هند: د واګه بندر له لارې به هم ژر افغانستان ته سوداګري پيل شي

د کوچني اختر له رخصتيو وروسته به د واګه بندر له لارې له افغانستان سره د هند سوداګري يو ځل بيا بېرته له سره پيل شي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، هندي چارواکي وايي، چې ښايي د اختر له رخصتيو وروسته د واګه بندر له لارې له افغانستان سره سوداګري بېرته له سره پيل شي.

د هندوستان ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې د هند د يو لوړپوړي ګمرکي چارواکي له قوله ليکلي دي، دوى د همدې بندر له لارې د سوداګرۍ پيلېدو خبر ترلاسه کړى دى.

د واګه بندر د مارچ په ١٣مه نېټه د کورونا ويروس د مخنيوي په پار د سوداګرو پر مخ تړل شوى دى.

د هند په امرتسر کې د ګمرک يو استازى ديپک کومار ګپتا وايي، چې د دوى يو ټيم له پاکستاني چارواکو سره په ګډه کار کوي، تر څو د دې بندر له لارې افغانستان ته د سوداګرۍ د بيا پيلېدو جواز ترلاسه کړي.

نوموړى زياتوي، چې پاکستان له افغانستان سره د تورخم او چمن بندر له لارې سوداګري پيل کړې او تمه لري دا بند هم هر څو ژر د سوداګرو پر مخ پرانيستل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …