کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هند: غبرګونو ماشومانو باندې (کورونا) او (کويډ) نومونه کېښودل شو
کورونا ويروس

هند: غبرګونو ماشومانو باندې (کورونا) او (کويډ) نومونه کېښودل شو

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): په هند کې د کورونا ويروس له امله ګرځبندېز اعلان شوى دى، چې د دغه ګرځبندېز پر مهال د دوه غبرګونو زېږېدلو ماشومانو لپاره د (کورونا) او (کويډ) نومونه غوره شوي دي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند په راى پور ښار کې يو پلار په خپلو غبرګونو زېږېدلو ماشومانو باندې د (کورونا) او (کويډ) نومونه ايښي دي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دغه غبرګوني هلک او نجلۍ د درې اونۍ د ګرځبندېز پر مهال زېږېدلي دي. د هغه پلار وايي، چې په خپلو ماشومانو يې ځکه دا نومونه ايښي دي، تر څو په نړۍ کې دا روان سخت حالت خلکو ته په ياد پاتې شي.

له ځايي رسنيو سره د دغه ماشومانو مور په خپله مرکه کې ويلي دي، چې د ماشومانو زېږون ډېر په ګرانه شوى دى. هغه وايي، چې موږ له ډېرو خنډونو سره مخ و، زه او زما خاوند دا ورځ يادګاره جوړول غوښتل.

د ماشومانو مور وايي، چې کورونا ويروس ډېر خطرناک دى او د همدې ويروس له امله خلک د پاکۍ او ښو عادتونو په اړه فکر کوي، نو دوى هم ځکه په خپلو ماشومانو دا نومونه کېښودل.

ويل کېږي چې په روغتون کې ډاکټرانو او نورو خلکو دغه ماشومانو ته د (کورونا) او (کويډ) په نومونو غږونه پيل کړي دي، نو له هغه وروسته يې مور و پلار ته هم دا پرېکړه اسانه شوې ده.

د يادولو ده چې کورونا ويروس ټوله نړۍ په ويره کې اچولې ده او ډېر په چټکۍ خپرېږي چې تر دې مهاله پورې له يو ميليون زيات کسان په دغه ويروس اخته شوي دي، ډېر لږ هېوادونه به داسې وي چې د کورونا ويروس له امله به خلک په کورونو کې نه وي ناست.

همدا راز څو ورځې مخکې يوه بله ماشومه هم په هند کې زېږېدلې وه، چې مور و پلار پرې د (کورونا) نوم ايښى و.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …