کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هند کې مياشت ونه ليدل شوه، اختر به د دوشنبې په ورځ وي
سيد احمد بخاري ١

هند کې مياشت ونه ليدل شوه، اختر به د دوشنبې په ورځ وي

په هند کې د شوال يا کوچني اختر مياشت نه ده ليدل شوې او هندي عالمان وايي، چې سبا د يکشنبې په ورځ به روژه او د دوشنبې په ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د ډيلي جامعه مسجد امام سيد احمد بخاري، چې د مياشت ليدلو کمېټې مشري يې کوله، اعلان وکړ، چې په هند کې نن مياشت نه ده ليدل شوې.

سيد احمد بخاري

نوموړي د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي، چې نن د مۍ په ٢٣مه نېټه د شنبې په ورځ د شوال مياشت ونه ليدل شوه. نو زه اعلان کوم چې کوچنى اختر به د مۍ په ٢٥مه نېټه او د دوشنبې په ورځ وي.

سيد احمد بخاري همدا راز له رسنيو سره په خپلو خبرو کې له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د کورونا د مخنيوي په پار دې په خپلو کورونو کې پاتې شي، له يو بل سره دې ټولنيز واټن وساتي او يو بل ته د لاس ورکولو يا غاړې ورکولو څخه دې هم ډډه وکړي.


د يادولو وړ ده چې د سعودي عربستان، افغانستان، قطر، متحده عربي اماراتو او د نړۍ ټولو هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ سبا اعلان شوې ده. همدا راز ډېر وخت وروسته خلکو ٣٠ روژې هم پوره کړې دي.

همدا راز په وزيرستان کې بيا نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه او پرون په وزيرستان کې خلکو د اختر مياشت ليدلې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …