کورپاڼه / ليکنې / ولسمشر غني به دا ځلې بيا ملت مايوسه کړي؟
ولسمشر غني

ولسمشر غني به دا ځلې بيا ملت مايوسه کړي؟

د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال ولسمشر غني له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې دا ځلې به د بريا په صورت کې له هيچا سره حکومت نه شريکوي.

نه يوازې دا چې ولسمشر غني بلکې د هغه د واک نيمايي شريک عبدالله عبدالله هم پر ملي يووالي حکومت نيوکې کولې او دا يې ناکامه حکومت بللو، همدا راز ولس هم په همدې خاطر د ولسمشر غني تر شا ودرېد، چې هغه به نور له دوه سري حکومت څخه دوى خلاص کړي.

خو نه يوازې دا چې د ولسمشر غني له بريا وروسته څو مياشتې وشوې چې د ناکامه کانديد عبدالله عبدالله سره يې د جوړجاړي خبرې روانې دي، بلکې ولس يې وروستيو ګمارنو هم سخت مايوسه کړى دى.

په داسې حال کې چې عبدالله عبدالله په ولسمشريزو ټاکنو کې ناکامه شوى دى، ولسمشر غني ورسره مذاکرات کوي او په حکومت کې د برخې ورکولو وړاندېزونه ورته کوي، چې ناکامه کانديد ته برخه ورکوي، نو بيا د ټاکنو دا ډرامه د څه لپاره ترسره شوه؟

د لنډغرو او حساب کتاب چيغې چې ولسمشر غني وهلې، اوس يې ټول همدا خلک له ځانه مخکې کړې دي، په هېواد کې بېکاري ورځ تر بلې زياتېږي، خو له اروپا ټاميان راوستل کېږي او په لوړو چوکيو مقررېږي.

په هېواد کې ولې کادرونه نشته، په هېواد کې د کار او وړتيا او ژمن خلک نشته، چې د هرې مهمې دندې لپاره اروپا مېشتي، چې هلته بېکاري ګرځي، افغانستان ته راوستل کېږي او په مهمو بستونو او لوړو معاشونو مقررېږي، دا هغه خلک دي چې نه د وطن په کيسه کې دي، نه د خلکو په کيسه کې دي او نه هم د ارزښتونو په کيسه کې دي.

د برېښنا شرکت رييس يې وروستۍ بېلګه ده، همداسې يې پسې درواخلئ، چې د حکومت په هره برخه کې همدا خلک مقرر دي او ورځ تر بلې د اشرف غني او حکومت لپاره مخالفين زياتوي.

که تېرو کلونو ته په دقيق نظر پام وکړو، نو د حکومت مخالفين ورځ تر بلې زياتېږي او خلک اوس له حکومت او په حکومت کې له ناستو ټاميانو سره لاس و ګرېوان دي.

که اشرف غني غواړي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په څېر يو بدنام، فاسد، معامله ګر او خاين انسان په توګه په راتلونکي کې ياد نه شي، نو بايد له خپلې تېرې دورې څخه دې عبرت واخلي او په ولس دې يو ځل بيا رشخند نه وهي، ګني دا ولس به يې هېڅ کله هم ونه بخښي.

ليکوال : بېدار افغان

Loading...

دا هم ولولئ

د کافر کلمه

د کافر کلمه، په رښتيا قرآن چاته کافر وايي؟

کافر کلمه د کفر فعل مرتکب شوي کس ته کارول کېږي، کفر په لغوي مانا …