کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني د طالبانو د اوربند هرکلی وکړ

ولسمشر غني د طالبانو د اوربند هرکلی وکړ

ولسمشر غني د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او د حکومت له لوري يې هم په اختر کې اوربند اعلان کړ.

ولسمشر غني وايي چې د تعرضي برید په حالت کې به امنیتي ځواکونه په کلکه دفاع کوي او د اوربند په اړه به نور جزییات په خپله اختريزه وېنا ورکړي.

د یادولو ده چې وسله والو طالبانو د کوچني اختر په مناسبت د درې ورځني اوربند اعلان کړی دی.

د یادې ډلې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې لپاره چې هېوادوال د اختر مراسم په ډاډ سره ترسره کړي د خپل مشرتابه په هدایت د اختر درې ورځې ډزبند اعلانوي.

خبرپاڼه کې راغلي، د یادې ډلې د مشرتابه له لوري ټولو طالبانو ته امر شوی دی چې د خلکو د امنیت لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي او پر افغان امنیتي ځواکونو باندې تعرضي عملیات ونه کړي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، په ورته وخت کې ټولو طالبانو ته خبر ورکول کېږي چې هيڅوک د مقابل لوري تر واک لاندې سیمو ته د تګ اجازه نه لري او نه هم مقابل لوري ته اجازه شته چې د دوی تر کنټرول لاندې ساحو ته ورشي.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …