کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر غني د پاکستان پوځ له مشر سره خبرې کړي
اشرف غني او قمر جاوېد باجوه

ولسمشر غني د پاکستان پوځ له مشر سره خبرې کړي

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): ولسمشر اشرف غني د پاکستان پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په روان وضعيت باندې ټيليفوني خبرې کړې دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د ولسمشر غني او د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ترمنځ ټيليفوني خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په دې ټيليفوني خبرو کې له جاوېد باجوه سر د کورونا پر ضد مبارزه، سولې او همدا راز په پاکستان کې د سوداګرو د ايسارو سوداګريزو توکو په اړه خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې باجوه هم په دې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او په خبره يې دوى په سيمه کې له يو بل سره په همکارۍ د ستونزو د حل هڅه کوي.

جنرال جاوېد باجوه د افغان حکومت له لوري د سولې لپاره د همه شموله جوړ شوي پلاوي هرکلى هم کړى دى او هيله يې څرګنده کړې ده چې دلته د سولې هڅې ژر مثبته پايله ورکړي.

له هغه وروسته چې ولسمشر غني د دويم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، دا يې له پاکستاني چارواکو سره لومړۍ ټيليفوني خبرې دي.

افغانستان او پاکستان اوس مهال د کورونا ويروس له پراختيا سره مخ دي او دواړه هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د کورونا ويروس مخنيوى وکړي. په پاکستان کې د کورونا ويروس پېښې له ٢٣ سوه څخه پورته شوې دي، خو په افغانستان کې بيا تراوسه پورې ٢٧٣ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د يادولو ده چې څو ورځې مخکې افغان حکومت له طالبانو سره د بېن الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوى اعلان کړ، چې نه يوازې افغان سياستوالو يې هرکلى کړى دى، بلکې د سولې خبرو سره نږدې هېوادونو هم د دغه پلاوي هرکلى کړى.

Loading...

دا هم ولولئ

حبيب شاه انصاري

د خوست د روغتيا رييس په کورونا ويروس ا خته شوى

د خوست ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد حبيب شاه انصاري او د دغه …