کورپاڼه / ليکنې / ولې مو خپل ثبت شوی غږ نه خوښېږي؟
ثبت شوى غږ

ولې مو خپل ثبت شوی غږ نه خوښېږي؟

مطلق اکثریت خلک خپل ثبت شوی غږ نه خوښوي، کېدی شي ډېر وخت چې تاسې پخپله په عام ژوند کې خبرې کوئ نو خپلې خبرې سمې اورئ، يانې د داسې غږ سره یې اورئ چې تاسې یې بد نه ګڼئ، خو خبره دلته ده چې تاسې دا خپل غږ خالص نه اورئ، لکه څنګه چې پوهېږئ غږ د لړزو څخه منځ ته راځي، دې مسلې ته وروسته دننه کېږو، که غواړئ پوه شئ خپل خالص غږ مو څه ډول دی نو بيا داسې وکړئ چې يوه کوچنۍ ویډیو له ځان څخه ډکه کړئ او خبرې پکې وکړئ، بيا دا واورئ، بيا به وګورئ چې خپل غږ مو بل ډول دى.

البته دا يوه منطقي تشريح لري چې زموږ غږ وروسته له ثبت څخه دومره نا په زړه پورې ښکاري، زموږ غوږونه مختلفې لړزې ځرک کوي او اخلي، وروسته ته دا د مغز د کارونې وړ په سیګنالونو بدلوي او يو غږ ورڅخه جوړېږي.

کېدی شي کله کله مو هڅه کړې وي چې يوه ويډيو جوړه کړئ يا هم همداسې خپل غږ ثبت کړئ چې کله بېرته خپل دا غږ واورئ نو حېرانېږئ او بلې خوا ته به فکر کوئ چې هېڅ ښکلی غږ نه لرئ، خو موږ ددې سره عادت نه يو، موږ ته دا غږ کاملاً نوی وي، موږ چې کله د يو بل کس سره خبرې کوو خپل غږ په مستقيم ډول دننه غوږونو ته د مغز او غاړې له لارې رسېږي، په دې ډول زموږ غږ يو څه نازک وي، ددې سره موږ عادت شوي يو، که تاسې خبرې کوئ او کله کله هم هڅه کوئ سندره ووایئ نو کېدی شي خپل غږ مو نازک او په زړه پورې درته ښکاري تر هغه چې دا موثبت کړی نه وي او بيا مو بېرته پخپله نه وي اورېدلی، موږ او تاسې ډېری وخت فکر کوو ښه نازک غږ لرو خو کله چې د کوم ملګري څخه په دې هکله د هغه نظر وپوښتو نو هغه مو غږ دومره هم نازک نه بولي، ددې سبب همدا دی چې موږ د خپل غږ لويه برخه په مستقيم ډول اورو او دوی ته زموږ غږ د هوا له لارې ورځي، بيا یې د غوږ د مختلفو برخو تېرېږي چې د غوږ نننۍ برخې ته ورسېږي هلته یې ځينې هډوکي په لړزو کې مداخله کوي او بلاخره زموږ غږ زموږ څخه متفاوت اوري.

کله چې موږ د يو بل چا سره خبرې کوو خپل غږ په دوه ډوله اورو، يو ډول یې داخلي او بل ډول یې خارجي، په داخلي ډول زموږ غږ صاف او نازک وي، ځکه د نورو غړو مداخله یې په لړزو کې کمه وي او مستقيم داخلي غوږ ته رسېږي، په دوهم ډول زموږ د غږ انعکاس په هوا کې دی چې زموږ د بيروني غوږ له لارې موږ ته رارسېږي او دنني غوږ ته د رسېدو پورې يې لړزې د هوا او داخلي او بيروني غوږ ترمنځ د موجودو درې ډوله هډوکو لخوا متاثره کېږي او پکې مداخله کېږي چې په دې سره یې په لړزو کې بدلون راځي.

کله چې خبرې وکړو نو د خبرو لړزې يا موجونه په هوا کې خورېږي او زموږ تر غوږونو رارسېږي، دلته بيا د غوږ د لړزو د ځرک کولو او اخيستلو برخه دا لړزې اخلي او مغز ته یې لېږي، خو زموږ د خپل غږ بيا زموږ د غاړې او جمجمې له طرفه د غږ د درک کولو سیمې يانې ننني غوږ ته لیږدول کېږي، ددې غږ لړزې نظر هغه لړزو ته چې په هوا کې خورېږي ډېر توپير لري.

زموږ په منځني غوږ کې د Ossicle په نامه هډوکي شتون لري، دا هډوکي د غږ د فرېکانسونو يا لړزو د انتقال په وخت کې مداخله کوي او ددې سبب کېږي چې زموږ د غږ او د بهرنۍ سرچینې تر غږ د لړزو د اندازې توپير رامنځته شي، د لړزو کمېدل او زياتېدل د غږ کيفيت په مستقيم ډول متاثره کوي او حتاً ټاکي، له همدې کبله کولی شو د خپل او بل غږ توپیر هم وکړو، زموږ واقعي غږ بيا هماغه غږ دی چې موږ یې د دوهمې سرچینې څخه اورو، يانې کوم غږ چې موږ ثبت او بېرته واورو دا زموږ خپل واقعي غږ دی، په دې کې د بدن د نورو لړزو او انتقال د لارو تاثير نشته او خپل خالص غږ مو دى.

په ار کې انسان د خپل اصلي غږ څخه نفرت نه کوي، بلکې ددې وجه چې موږ خپل غږ ډېر کله ثبت کړو او بيا واورو نه خوښوو، دا ده چې موږ ددې غږ سره عادت او بلد نه يو، مګر د خپل هغه غږ چې ثبت نه وي او همداسې خبرې کوو او اورو یې، ورسره عادت يو، يو عمر مو هغه غږ اورېدلی وي، که داسې وکړو چې خپل ثبت شوی غږ په مکرر ډول واورو نو په دې کې هېڅ شک نشته چې موږ به یې خوښوو او ورسره عادت کېږو به، د يو معين وخت وروسته به نور موږ ته خپل ثبت شوی غږ هم نورمال ښکاري.

Loading...

دا هم ولولئ

د کافر کلمه

د کافر کلمه، په رښتيا قرآن چاته کافر وايي؟

کافر کلمه د کفر فعل مرتکب شوي کس ته کارول کېږي، کفر په لغوي مانا …