کورپاڼه / سياست او روانې چارې / يو خوستى چې په خوب کې څه وويني، په ويښه يې په تيږو کې مومي
خوستى سړى

يو خوستى چې په خوب کې څه وويني، په ويښه يې په تيږو کې مومي

خپلواک وېبپاڼه (٦ اپريل ٢٠٢٠): د خوست يو کس وايي، چې هر څه چې په خوب کې وويني، نو هغه بيا په ويښه باندې په تصويري او ليکلي ډول په تيږو کې مومي.

د ياد کس يوه ويډيو چې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې ده، هغه پکې وايي، چې مخکې يې لمونځ اودس سهي نه و، وروسته يې بيا توبه وويسته او د جمعې په شپه به يې درود شريف ويلو.

هغه زياتوي، چې يوه شپه يې په خوب کې يو سپين ږيرى وليدو او هغه ورته وويل، چې زموږ لوري ته قدم واخله، الله پاک به په تا باندې رحم وکړي. هغه وايي، چې هغه سپين ږيري راته يوه تيږه راکړه، چې د پښې قدم پکې و. وايي وروسته يې دغه تيږه پېدا کړه او اوس هم ورسره ده.

د خوست دغه اوسېدونکى، چې نوم يې نه دى ليکل شوى، په خپلو خبرو کې وايي، چې په خوب کې راغلي سپين ږيري ورته وويل، چې الله پاک په دې ډېر خوشحالېږي چې څوک توبه وباسي او په سجده کې اوښکې توى يې کړي.

هغه همدا راز د يوې بلې تيږې په اړه وايي، چې دا د سولې مانا ورکوي او بايد لومړى له الله پاک سره سوله وکړو او بيا په خپلو منځونو کې سوله وکړي.

هغه همدا راز د کورونا ويروس په اړه هم خوب ليدلى دى او وايي چې سپين ږيري ورته په خوب کې ويلي دي، چې (حسبنا الله و نعم الوکيل) دې وايي او خداى پاک به ورته د کورونا او نورو ټولو مصيبتونو نه نجات ورکړي.

هغه همدا راز له خلکو غوښتنه کوي چې په خپلو عملونو کې دې سمون راولي. هغه همدا راز وايي چې ټول خلک دې د سولې لپاره کار وکړي، ځکه دا يو فرصت زموږ په لاس راغلى دى او هر څوک په سوله کې خوشحاله وي.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …