کورپاڼه / ليکنې / ٥٠ کارونه چې بايد له ٥٠ کلنۍ مخکې يې وکړئ
ليکل

٥٠ کارونه چې بايد له ٥٠ کلنۍ مخکې يې وکړئ

ژوند د پروردګار له لوري انسانانو ته ستره ډالۍ ده، چې د دې خونديتوب او ښه کارونه د هر انسان ذمه واري ده. انسان چې نړۍ ته راشي، نو د هيلو او ارمانونو په دايره کې راګېر شي.

ماشومتوب او هلکواني د مور و پلار او نورو خپلو خپلوانو د هيلو سره سمه تېروي، په ځوانۍ کې چې يې کله ذهني او بدني وړتياوې په خپل اوج کې وي، نو بيا د خپلو هيلو پورو کولو لپاره يې هڅوي. انسان غواړي چې هره بريا ترلاسه کړي، سترګې يې په اسمان او قدمونه يې پر ځمکه وي او غواړي دا منزلونه سر کړي.

کله چې پوخ عمر ته ورسېږي او ذهن يې هم پوخ شي، نو بيا ورته احساس وشي چې تراوسه په کومو څيزونو پسې لګيا و، خواري يې کوله هغه خو هېڅ هم نه و. ژوند خو له دې ډېر خوږ او ګرانبيه دى او بايد په سم ډول تېر کړاى شي. هغه په وخت کې بيا په دې پوه شي چې له ډېرو داسې شيانو ناخبره و چې بايد مخکې يې ترسره کړي واى، پوهه خلک خپل مقصد ټاکي، بيا د هغې د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او له مقصد ډک ژوند تېروي.

پوهان وايي، چې له پنځوس کلنۍ مخکې بايد تاسې خپل هدفونه ترلاسه کړئ، راځئ چې د هغه پنځوسو هدفونو ليسټ جوړ کړو، چې له پنځوس کلنۍ مخکې يې بايد ترسره کړئ.

١-: د دين علم ترلاسه کول

تاسې که په هر يو دين يئ، خو دا لازمي ده چې د خپل دين په اړه مهم معلومات ترلاسه کړئ، په دې سره به نه يوازې دا چې تاسې خپل دين پوره وپېژنئ، بلکې د هغې احکام به هم په سمه توګه ترسره کړئ. خپل ديني کتابونه ولولئ، تر څو په دې پوه شئ چې الله تعالى درته څه پېغام رالېږلى دى.

٢-: خپل پاسپورټ وکاروئ

ډېرى خلک پاسپورټونه جوړ کړي، خو د ديني فريضې ادا کولو پرته بل چېرته پرې نه ځي، حالانکې سفر ډېر ښه ګڼل کېږي او په سفر سره تاسې ډېر نوي څه زده کولاى شئ. نو د همدې لپاره هغه ځايونه چې ستاسې خوښېږي، هلته د تګ پلان جوړ کړئ، د خپل کور، ښار او هېواد څخه بهر لاړ شئ او د علم او زده کړې نوې دروازې خلاصې کړئ.

٣-: خپل وصيت ليک وليکئ

موږ ټول پوهېږي چې دا نړۍ فاني ده او ټول به يو نه يو ورځ له دې ځايه رخصت اخلو. د دې رښتيا په منلو سره د خپلې شتمنۍ په اړه مخکې له مخکې وصيت ليک وليکئ، تر څو ستاسې له تګ وروسته ستاسې د وارثانو ترمنځ کومه ستونزه راولاړه نه شي. د خپل هر څه د ليکلو عادت خپل کړئ، تر څو سبا له کو مشکل سره نه يئ مخ.

٤-: مينه زده کړئ

نفرت يا کرکه کول ګران نه دي خو ستاسې ژوند ګرانوي، نو ځکه له خلکو سره د مينې چل زده کړئ. يوازې له خپلې کورنۍ سره نه، بلکې شاوخوا هم له خلکو سره په مينه چلند وکړئ. مينه نه يوازې دا چې ستاسې ژوند اسانوي، بلکې په ټولنه کې خوشحالي او ارام هم خپروي، نو ځکه خپل زړه د مينې لپاره پراخ کړئ.

٥-: له تقاعد وروسته د خپل ژوند پلان جوړ کړئ

که چېرته دنده لرئ نو له تقاعد وروسته د خپل ژوند لپاره پلان جوړ کړئ، د دندې له امله چې کوم کارونه تاسې نه شئ ترسره کولى، د هغې د ترسره کولو لپاره پلان جوړ کړئ. که چېرته تاسې دنده نه لرئ يا له چا سره وظيفه نه ترسره کوئ، بيا هم له ٦٠ کلونو څخه وروسته د يو څه په اړه فکر وکړئ، د کورنۍ له ذمه وارۍ وروسته تاسې د خپل ځان لپاره د خپلې خوښې وړ کوم کار انتخابولى شئ تر څو پکې مصروفه پاتې شئ.

٦-: ليکنې وکړئ

په موږ کې هر يو کس څه نا څه وړتيا لري، نو خپله دا وړتيا معلومه کړئ او د خپلې خوښې شيانو په اړه ليکنې وکړئ. که ستاسې دا ليکنې هيچرته هم خپرې نه شي، خو د دې ليکل به تاسې ارامه کړي او د هغې لوستل به درته هر ځل يو نوى خوند او خوشحالي درکوي.

٧-: تيراپي وکړئ

هر انسان په بېلا بېلو بدني، ذهني او نفسياتي ستونزو اخته کېداى شي او بيا په دې اړه د پوهانو او روغتياپالانو سره مشورې کوي او له هغوى نه لارښوونې او درمل اخلي. که تاسې کومه ناروغي نه لرئ نو بيا هم تيراپي (د خپلې ناروغتيا په اړه پوهنه) درته ګټوره ده، که څه هم دا تيراپي يوازې د بدني ښکلا لپاره ولې نه وي، خو تاسې په ذهني او نفسياتي ډول له روغتيا برخمنوي.

٨-: حېوانات يا مارغان وساتئ

که تاسې له حېواناتو يا مارغانو سره مينه لرئ نو په کور کې د ساتلو بندوبست يې وکړئ، د دوى د خوراک څښاک، روغتيا او پاکۍ ټول پام په خپله او په وخت ترسره کړئ. که تاسې په کور کې د حېواناتو يا مارغانو د ساتلو لپاره ځاى نه لرئ، نو بيا په کوم بل مناسب ځاى يا د کور په بلۍ باندې د مارغانو لپاره د دانو او اوبو بندوبست وکړئ، په ځانګړې توګه د ګرمۍ په موسم کې خو دا کار حتماً وکړئ.

٩-: د خېر ښېګړې کارونه وکړئ

له خپل مصروفيت څخه وخت راوباسئ او د خېر ښېګړې په کارونو کې برخه واخلئ. په ځانګړې توګه نږدې روغتون ته د کار لپاره لاړ شئ، د خپل شاوخوا د مشرانو او ناروغو خلکو مرسته وکړئ، دوى ته وړانديز وکړئ چې له بازار څخه ورته خوراکي توکي او يا نور سامان راوړئ.

١٠-: پخوانۍ اړيکې راژوندۍ کړئ

هغه خلک چې د ژوند په کومه برخه کې له تاسې سره يو ځاى پاتې شوي او د ژوند په دېر زغل کې ستاسې ترمنځ واټن رامنځته شوى دى نو د هغې د ليرې کولو هڅه وکړئ. د خپل ښوونځي ملګري، د ماشومتوب ملګري پېدا کړئ، نن سبا په ټولنيزو رسنيو کې د چا پېدا کول ګران کار نه دى. نو په دې ډول خپلې پخوانۍ اړيکې يو ځل بيا راژوندۍ کړئ، د ماشومتوب ملګرتيا بې غرضه وي، دغه بې غرضه ملګرتيا مو بيا ژوندۍ کړئ.

١١-: د هېواد مشهورو سياحتي ځايونو ته لاړ شئ

ستاسې ژوند چې هر څومره مصروفه وي، خو بيا هم پکې د سياحت او تفريح لپاره ځانګړى وخت وټاکئ. د خپل هېواد مشهورو سياحتي ځايونو ليسټ جوړ کړئ، کله چې هم رخصتي ترلاسه کړئ نو د هغه ځايونو په چکر لاړ شئ. د خپلې کورنۍ سره ګډ سياحت ستاسې ژوند لا ډېر خوشحاله کوي.

١٢-: په منظم ډول کتابتون ته لاړ شئ

له کتابونو ښه ملګرى نه شئ پېدا کولاى، ښه کتاب ستاسې فکر او ژوند بدلولى شي، که نږدې کتابتون يا لايبريري لرئ، نو د هغې غړيتوب ترلاسه کړئ، که په اونۍ کې يو ځل هم وي، خو په منظم ډول لاړ شئ او د کتابونو لوست مو عادت جوړ کړئ.

١٣-: په ټاکنو کې له خلکو سره مرسته وکړئ

په هر هېواد کې د حکومت جوړولو لپاره ټاکنې ترسره کېږي، دا ورځې په هر هېواد کې ډېرې مصروفې وي، په دې ورځو کې بيا ډېرو خلکو ته د مرستې اړتيا هم وي، نو که تاسې وخت لرئ، د خپلې وړتيا سره سم يوه ذمه واري ترسره کړئ.

١٤-: د خپلې خوښې هنر زده کړئ

هره ټولنې هنرمندو خلکو ته ډېره اړتيا لري او په ټولنه کې ورته په ډېره ښه سترګه کتل کېږي، هنر په انسان کې لا ډېر باور پېدا کوي، يو نه يو هنر حتماً زده کړئ، هغه دې د اخلي پخلي هنر ولې نه وي، د موټر چلولو هنر او داسې نور هنرونه چې تاسې ته خوشحالي درکولى شي.

١٥-: بوټي او ګلان وکرئ

که په کور کې لږ شان خالي ځاى هم لرئ، نو هلته بېلا بېل بوټي او ګلان وکرئ. د دې ساتنه وکړئ، اوبه ورکړئ او نورو برخو ته يې ځانګړى پام وکړئ. د خپلې اړتيا وړ ترکارۍ پکې وکرئ. په ياد ولرئ، هغه کارونه چې قدرت مو نږدې کوي، يو هم پکې د باغوانۍ کار دى. که تاسې د دې لپاره کوم ځانګړى ځاى نه لرئ، نو مشکل نشته، ځکه ډېر داسې بوټي او ګلان شته چې په ګلدانيو کې يې ايښودلى شئ، تر دې پورې چې ترکاري هم پکې کرلى شئ.

١٦-: د خلکو د بخښلو چل زده کړئ

په موږ کې هر انسان تېروتنې کوي او له نورو سره زياتى هم کوي. همداسې بيا زموږ د کورنۍ د غړو يا نورو خپلوانو او دوستانو څخه هم داسې تېروتنې کېږي، نو په داسې وخت کې مو زړونه پراخ کړئ او هغوى وبخښئ. په دې سره به نه يوازې دا چې هغه په خپل کار پښېمانه شي، بلکې ستاسې مازغه او زړه به هم سکون ترلاسه کړي.

١٧-: په يوازيتوب کې خوښي پېدا کړئ

انسان ته ټولنيز حېوان له دې امله وايي چې هغه په ګڼه ګوڼه کې خوشحاله وي او له يوازېتوب نه تښتي. يوازېتوب داسې کوم شى نه دى چې تاسې ترې پرېشانه شئ، په يوازېتوب کې خو تاسې له ځان سره او له الله تعالى سره خبرې کولاى شئ، له يوازېتوب د ويرې پر ځاى دا خپل عادت جوړ کړئ او له ځان سره وخت تېر کړئ. يوازې کېنئ او فکر کوئ او ذهن ته مو ارامه پرېږدئ، له دې ټول حالت څخه خوند واخلئ.

١٨-: غرونو ته وخېژئ

که په هېواد کې غرونه لرئ نو بيا غر ختنه وکړئ. غرونه په دې ځمکه د الله تعالى د قدرت نښې دي، له غرونو ويره مو هغه مهال ختمېږي چې کله ورپورته شئ. کله چې غرونو ته وخېژئ نو دا احساس به مو نور هم ژوندى شي چې الله تعالى ولې اشرف المخلوقات پېدا کړي يو او داسې ستر ستر شيان يې موږ ته مسخر کړي دي.

١٩-: د موسيقۍ الې غږول زده کړئ

که له موسيقۍ سره شوق لرئ نو بيا د موسيقۍ د کومې الې غږول زده کړئ، هر څه چې نوي زده کوئ هغه ستاسې شخصيت لا پراخوي.

٢٠-: د خواړو عادت مو بدل کړئ

د خپلې خوښې خواړه په هر چا ښه لګي، خو ځينې وخت داسې شيان هم خورئ چې ستاسې بېخي نه خوښېږي، د خپلو خواړو په عادت کې مو بدلون راولئ او وخت نا وخت هغه څه هم په خاموشۍ سره خورئ چې ستاسې هېڅ نه خوښېږي، دا به مو په شخصيت کې د مثبت فکر بدلون وي.

٢١-: شاعري وکړئ

شاعري کومه پېشه نه ده چې يوازې ځانګړي خلک به غزلې ليکي، تاسې هم کولاى شئ چې خپل احساسات مو په شاعرۍ کې ونغاړئ او غزل يا نظم وليکئ.

٢٢-: هوابازي زده کړئ

که له هوا بازۍ يا هوانوردۍ سره مو شوق وي، نو زده يې کړئ او د مارغانو په څېر له ځمکې هوا ته والوځئ، دا ډېره ښه تجربه ده چې بايد په ژوند کې يې يو ځل حتماً وکړئ.

٢٣-: له تېروتنو مه ويرېږئ

تر څو پورې چې تاسې له تېروتنو څخه ويريږئ، نو کوم نوى او ښه کار به ونه شئ کولاى، خپل ځان په دې پوه کړئ چې تېروتنې انسانان کوي، د تېروتنې له امله ځان مه محدودوئ.

٢٤-: د مينې خطونه وليکئ

له خپلو مينو سره چې څومره مينه او جذبې لرئ، هغه په خپل زړه کې پټې مه ساتئ، بلکې هغوى ترې خبر کړئ. که تاسې په خوله هغوى ته دا هر څه نه شئ ويلى، نو بيا ورته له مينې ډک خطونه وليکئ او په دې ډول هغوى له خپلې مينې څخه خبر کړئ.

٢٥-: بانک اکاونټ مو وخت نا وخت ګورئ

د خپل بانکي اکاونټ معلوماتو نه ځان خبر ساتئ تر څو له دوکې څخه بچ شئ، خپل موبايل مو د بانک اکاونټ سره تړلى وساتئ، تر څو له هر څه په وخت خبر شئ.

٢٦-: د ګرځېدو عادت خپل کړئ

د پياده ګرځېدو عادت خپل کړئ، شاوخوا نږدې کوم پارک يا هم بل کوم داسې ځاى ته پياده ځئ، چې يو لوري ته چکر ووهئ او بل خوا بيا پياده هم وګرځئ.

٢٧-: بوديجه جوړه کړئ

د پېسو د راتګ او تګ ترمنځ هغه وخت تاسې توازن ساتلى شئ کله چې د خپلو مصرفونو بوديجه جوړه کړئ. بوديجه جوړول ګران کار نه دى، خو په دې سره به تاسې خپل مصارف کنټرول کړئ.

٢٨-: خپلې المارۍ منظمې کړئ

هغه خلک چې ډېر منظم ښکاري تر ډېره د دوى د کورونو المارۍ منظمې نه وي، که چېرته منظمې هم شي نو څو ورځې کې بېرته غېر منظمې شي، نو منظم والى مو له المارۍ څخه پيل کړئ، دا به ستاسې منظم والى هم پياوړى کړي.

٢٩-: په کور کې له شته شيانو د اخلي پخلي چل زده کړئ

که چېرته له داسې کوم حالت سره مخ شئ چې مېلمانه مو کور ته راغلي وي او تاسې ورته له بهر څخه هم څه نه شئ راوړلى، نو په داسې وخت کې بيا په کور کې له شته شيانو د اخلي پخلي چل زده کړئ او مېلمانه مو سمبال کړئ.

٣٠-: تياتر ته لاړ شئ

په هر ښار کې ځايي هنرمندان تياتر ژوندى ساتي. که ستاسې په ښار کې هم کوم تياتر لګېدلى وي نو ورته لاړ شئ او وې ګورئ. ځکه د تياتر هنرمندانو او ستاسې ترمنځ کومه شيشه نه وي لګېدلي، تاسې مخامخ د دوى له هنر څخه خوند اخيستلى شئ.

٣١-: د بخښنې غوښتلو هنر زده کړئ

هر څوک له بل سره زياتى يا تېروتنه کوي، ښه انسان هغه دى چې خپله تېروتنه ومني او په هغې بخښنه وغواړي. بخښنه غوښتل هغه کار دى چې ستاسې انسانيت لا زياتوي.

٣٢-: مېلو ته لاړ شئ

په ښارونو او کلو کې د پسرلي له راتګ سره سم مېلې جوړېږي. په دې مېلو کې بيا د خوراک څښاک کراچۍ، ټالونه او ډېر نور څه وي، دې مېلو ته حتماً لاړ شئ، داسې ځايونو ته تګ ډېر ګټور دى.

٣٣-: له مشرانو سره وخت تېر کړئ

که ستاسې په کور کې مشران او سپين ږيري شته، نو بيا له تاسې ډېر خوشبخته هېڅوک هم نشته، ځکه ستاسې سره بزرګان په کور کې دي چې هغوى سره ډېر علم او پوهه شته، له دوى سره ډېر وخت تېر کړئ او د دوى د ژوند تجربې ترې واورئ.

٣٤-: د ټېکنالوژۍ کارول زده کړئ

اوس نو د ټېکنالوژۍ وخت دى، په دې چټک وخت کې د زغل لپاره تاسې ته دا لازمه ده چې د نوې ټېکنالوژۍ سره ځان بلد کړئ او ډېر څه پکې زده کړئ، تر څو ځان ته د وروسته پاتي انسان فکر ونه کړئ.

٣٥-: قيلوله حتماً وکړئ

که د اسلامي مطالعه وکړو نو دين چې راته د ژوند تېرولو کوم اصول راښودلي، په هغې کې د غرمې له ډوډۍ وروسته لږ تر لږ نيم ساعت خوب باندې تاکيد شوى دى. د اوسني وخت پوهانو دې ته د Power Nap نوم ورکړى دى او ډېرې ګټې يې بيان کړي دي. تاسې هم د غرمې دغه نيم ساعت خوب لپاره وخت منظم کړئ.

٣٦-: د بوټو او حېواناتو په اړه معلومات ترلاسه کړئ

په دې ښکلي او ښايسته کاينات کې ځينې حېوانات او بوټي داسې هم شته چې هغې ته لاس وروړل تاسې له لوى خطر سره مخ کوي. خپل ځان او خپل نږدې کسان د داسې حېواناتو او بوټو نه ساتلو لپاره تاسې ته لازمي ده چې د دوى په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړئ.

٣٧-: د خلکو نومونه ياد وساتئ

د خلکو نومونه هېرول ستاسې په شخصيت بد تاثير کوي، هڅه وکړئ چې د هغه خلکو چې له تاسې سره يې يو ځل ليدلي وي، يا څو ځل يې درسره ليدلي وي، د هغوى نومونه په ياد وساتئ.

٣٨-: نوې ژبه زده کړئ

نوې ژبه زده کول نه يوازې دا چې ستاسې شخصيت پياوړى کوي، بلکې ستاسې مازغه او وړتياوې هم زياتوي، نو د دې لپاره هڅه وکړئ چې کومه نوې ژبه زده کړئ.

٣٩-: کلتورونه مطالعه کړئ

د هرې سيمې او هېواد خپل ژوند، کالي او کلتور وي، که کلتورونه مطالعه کړئ نو په علم او معلوماتو کې به مو ډېر زياتوالى راشي او له ډېر څه سره به بلد شئ.

٤٠-: کومه لوبه وکړئ

د بدن د روغ ساتلو لپاره ورزش ډېر ضروري دى، د خپلې خوښې کومه لوبه هره ورځ وکړئ، تر څو بدن مو تل روغ وي، داسې يوه لوبه چې ستاسې خوښه وي او په منظم ډول يې ترسره کړئ.

٤١-: د سمندر سفر وکړئ

الله تعالى په دې کاينات کې نه يوازې دا چې د ځمکې په سر مخلوقات پېدا کړي دي، بلکې د اوبو لاندې يې هم يوه لويه نړۍ اباده کړې ده، د دې جالبې نړۍ د ليدو لپاره د سمندر سفر وکړئ.

٤٢-: خپل وزن مو قابو کړئ

په اوسني وخت کې ستاسې زيات وزن يا چاغوالى تاسې په ډېرو ناروغيو اخته کولى شي، نو د روغتيا لپاره دا ډېره لازمي ده چې خپل وزن يا چاغوالى قابو کړئ.

٤٣-: له ونو د مېوو راشکولو تجربه

که چېرته په کلي يا داسې سيمه کې ژوند کوئ چې په ونو کې مېوې شته، نو دا کار په خپله وکړئ، ځکه ډېره روحاني خوشحالي به ترلاسه کړئ.

٤٤-: د کبانو ښکار وکړئ

کومه ورځ لاړ شئ او د کبانو ښکار وکړئ، کونډه چې مو اوبو ته اچولي وي او د کب ښکار ته ناست يئ، دا ډېره ښه تجربه ده او ډېر خوند به ترې واخلئ.

٤٥-: ديني غونډو کې برخه واخلئ

که تاسې د هر دين منونکي يئ، نو د خپلې دين په ديني غونډو کې ګډون وکړئ، په منظم ډول داسې غونډو ته لاړ شئ، ځکه دا به تاسې ته د خپل دين په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو ښه ځاى وي او همدا راز روحاني خوښي به هم ترلاسه کړئ.

٤٦-: ژوند ليکونه ولولئ

د بېلا بېلو مشهورو خلکو د ژوند ليکونو لوستل او د هغوى د ژوند په اړه معلومات ترلاسه کول ډېر ګټور کار دى، د ژوندليکونو لوستل خپل عادت وګرځوئ.

٤٧-: له ماشومانو سره وخت تېر کړئ

ماشومان په دې نړۍ کې تر ټولو ښايسته دي، له ماشومانو سره وخت تېرول ستاسې غمونه او پرېشانۍ ورکوي، نو د ورځې حتماً ماشومانو ته وخت ورکړئ.

٤٨-: له ملګرو سره په اړيکه کې اوسئ

د هر انسان د ژوند لويه سرمايه د هغه ملګري وي، نو د دې ګرانبيې سرمايې د ساتلو لپاره هر وخت له ملګرو سره په اړيکه کې پاتې شئ او له هغوى سره په هر وخت کې نږدې پاتې شئ.

٤٩-: د خپلې خوښې سريال وګورئ

که وخت لرئ نو د خپلې خوښې کوم سريال وګورئ، کله کله له خپل ځان سره وخت تېرول او د خپلې خوښې کوم کار ترسره کول انسان ته ډېر ګټور وي.

٥٠-: د خوشحاله اوسېدو هنر زده کړئ

خپل ژوند هېڅ کله له بل چا سره مه پرتله کوئ، الله تعالى هر انسان ته بېلا بېل نعمتونه او وړتياوې ورکړي دي، کوم څه چې تاسې ته درکړل شوي دي، په هغې مطمين، قانع او خوشحاله شئ.

که تاسې په دې ٥٠ کارونو کې له ٣٥ څخه تر ٤٠ پورې کارونو هم تر خپلې پنځوس کلنۍ پورې ترسره کړئ، نو تاسې لږ تر لږ د خپل ژوند د نعمت حق ادا کړى دى.

ژباړه : د خپلواک د ژباړې ټيم

Loading...

دا هم ولولئ

افغان حکيم

که د افغان حکيم د کورونا درمل ګټور وي، روغتيا وزارت دې يې ارزونه وکړي

له پرون راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې د حکيم الکوزي په نوم د يوه حکيم …