کورپاڼه / کلتور او هنر / پاکستانۍ اداکاره: ټوله نړۍ دې ځای شي او له خدای نه دې بخښنه وغواړي
حمیمه ملک

پاکستانۍ اداکاره: ټوله نړۍ دې ځای شي او له خدای نه دې بخښنه وغواړي

Loading...

خپلواک وېبپاڼه (۲۵ مارچ ۲۰۲۰): په نړۍ کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله نامتو څېرو خلکو ته د یاد ویروس په اړه سپارښتنې کړې دي او په دې اړه یې خپل نظرونه له خلکو سره شریک کړي دي. تازه یوې پاکستانۍ فلمي لوبغاړې حمیمه ملک هم په یوه ټوېټ کې لیکلي دي، چې ټوله نړۍ دې په يوه وخت او یو ځای له خدای پاک نه بخښنه وغواړي.

هغه لیکي، چې ټوله نړۍ کې پر یوه وخت هر انسان له الله ج نه بخښنه وغواړي، نو الله تعالی به زموږ غږ څنګه نه اوري؟


ځينو خلکو د هغې د پوسټ ستاینه کړې ده، خو ځینو نورو بیا هغې باندې نیوکې کړې دي، چې هغه دې اول خپل اعمال سهي کړي، بیا دې مسلمانانو ته نېکې لارې چارې ښيي.

کورونا ویروس اوس ټولې نړۍ ته یوه ستره ستونزه ګرځېدلې ده او ټول نړیوال یې وارخطا کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي دي، چې د اپرېل میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې به هر څه بېرته سم شي او کورونا ویروس به ختم او له منځه لاړ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

صنم جنګ

پاکستانۍ اداکاره: د خدای لپاره له غریبو سره مرستې د احسان لپاره مه کوئ

خپلواک وېبپاڼه (۳۰ مارچ ۲۰۲۰): په ټوله نړۍ کې د کورونا ویروس د خپرېدو له …