کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان: ملګري ملتونه دې د امريکا-طالبانو تړون په کلکه ساتنه وکړي
ملا برادر او خليلزاد

پاکستان: ملګري ملتونه دې د امريکا-طالبانو تړون په کلکه ساتنه وکړي

د پاکستان حکومت له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې ده، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د قطر په دوحې کې ترسره شوي تړون څخه دې په کلکه ساتنه وکړي.

دا غوښتنه له ملګرو ملتونو څخه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې د امريکا او طالبانو پر شوي تړون دې کلک څار وشي او هېڅوک دې دې ته پرې نه ښودل شي چې دغه هوکړه زيانمنه کړي.

بل لوري ته د طالبانو مشر ملا هيبت الله په خپل وروستي اختريز پېغام کې بيا له امريکا څخه غوښتنه کړې وه، چې چاته دې اجازه نه ورکوي چې د دوى ترمنځ شوى تړون زيانمن کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پنټاګون په خپل وروستي راپور کې يو ځل بيا دا خبره تکرار کړې ده، چې پاکستان اوس هم د طالبانو ملاتړ کوي او له دې ډلې څخه يې لاس نه دى اخيستى.

Loading...

دا هم ولولئ

شېخ عکرمه صبري

اسراييلو د اقصى جومات امام باندې جومات ته د ننوتلو ٤ مياشتينى بندېز لګولى

د اسراييل حکومت د اقصى جومات امام شېخ عکرمه صابري باندې ٤ مياشتينى بندېز لګولى …